د لاس رسي وړ اتصالات

ایا په افغانستان کې هزاره ګان له 'نسل وژنې' سره مخامخ دي؟ 


د هزاره افغانانو د وژلو د بندولو په اړه په بېلا بېلو هېوادونو کې اعتراضونه شوي

په دې وروستیو کې په کابل کې د «کاج» په تعلیمي مرکز باندې له خونړي برید وروسته، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس د ۴۶ نجونو په ګډون ۵۳ تنه پکې ووژل شول او ۱۱۰ نور ژوبل شول، په نړۍ کې د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ» تر شعار لاندې یو لړ اعتراضونه پيل شوي دي.

د هزاره ګانو نړیواله شورا -د هزاره ګانو د حقونو د دفاع غیر انتفاعي سازمان- وايي چې د شنبې په ورځ اکتوبر اتمه د نړۍ په ۵۰ هېوادونو او ۱۰۰ ښارونو کې مظاهرې او د هزاره ګانو د «نسل وژنې» د ختمولو غوښتنې شوي دي.

په دغو مظاهرو کې د افغانستان د نورو قومونو ځینو مشهور څېرو او هنرمندانو هم برخه اخیستې وه.

د هزاره ګانو د نړیوالې شورا مشرې راحله کویر امریکا غږ ته وویل چې د دوی عمده غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه دې د هزاره ګانو سیستماتیکې وژنې دې «نسله وژنه» وبولي او د جرمونو نړیواله محکمه دې په هزاره ګانو باندې د شویو «ظلمونو» پلټنه وکړي او د هزاره ګانو د «نسل وژنې او بشري جرمونو» عاملانو سره دې قانوني چلند وکړي.

په واشنګټن ډي سي کې د وودرو ویلسن تحقیقاتي انستیتیوت د جنوب اسیا د برخې مشر مایکل کوګلمن وايي چې تریخ حقیقت دا دی که نړیواله ټولنه په افغانستان کې د هزاره ګانو وژنه «نسله وژنه» وبولي، بیا هم د هغوی د وژل کېدو مخه نشي نیول کېدای.

هغه وايي‌ چې متحدو ایالتونو د اویغور مسلمانانو وژنه «نسل وژنه» وبلله، خو دا کار د اویغوریانو په اړه د چین په سیاست کې هېڅ تغیر رانه وړ.

ښاغلی کوګلمن وایي که نړیواله ټولنه د هزاره ګانو وژنه «نسل وژنه» وبولي، د نړۍ پام به لا ډېر دغې مسئلې ته واوړي. هغه وايي نړۍ په افغانستان کې هغه وحشت ته په کم نظر ګوري چې هزاره ګان ورسره مخامخ دي.

د نسل وژنې تعریف

نسل وژنه یو حقوقي مفهوم دی چې تاریخ یې د نورمبرګ د محکمې یوې قضیې ته ورګرځي. په هغې قضیې کې د پولنډ یو یهودي مدافع وکیل رافایل لمکین په محاکمې کې د جرمني نازیان د شپږ میلیون یهودانو په «نسل وژنې» تورن کړل.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال د نسل وژنې د کنوانسیون د تعریف په اساس:« هغه کړنې چې د یو ملت، قوم، نژاد او مذهبي ډلې د ټول جمعیت یا یوې برخې د نابود کولو» لپاره ترسره کېږي، «نسل وژنه» ده.

د هالنډ د لیدن پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاده سیسیلي روز وايي چې نسل وژنه «یو مشخص نړیوال جرم» دی چې د هغې په خبره ثابتول یې ځکه سخت دي چې د دغو وژنو«فکري انګیزه» باید ثابته شي.

په افغانستان کې د هزاره ګانو وژنې ته د «نسل وژنې» د اصطلاح کارولو په اړه بېلا بېل نظرونه شته. د پوهنتون استاد علي‌ امیري وايي چې د غیر نظامي هزاره ګانو وژل «نژادي او مذهبي علت» لري او د هغوی په تعلیمي‌ مرکزونو او تکیه خانو باندې بریدونه «نسله وژنه» ده.

هغه وايي چې په هزاره ګانو باندې د برید انګیزه «نفرت» دی او په خبره یې دا به ناوړه پایلې ولري.

خو د افغانستان د امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ وايي چې په هزاره ګانو باندې بریدونو ته «نسل وژنه نشي ویلای»، ځکه چې د هغه په خبره په افغانستان کې په وروستیو لسیزو کې د زمان او مکان په اساس د جګړو موقعیتونه بدل شوي رابدل شوي او یوازې د جګړې په مکان باندې په تمرکز کولو نشو ویلای چې هلته «نسل وژنه» شوې ده.

ښاغلی اندړ وايي چې په افغانستان کې د هزاره ګانو په ضد جګړه نه ده روانه بلکې د هغه په خبره دا د «شیعه مذهب د روایت» په ضد جګړه ده چې قربانیان یې غیر هزاره شیعه ګان هم دي.

خو مایکل کوګلمن وايي چې په افغانستان کې له پخوا راهېسې په مکرر ډول هزاره ګان وژل کېږي او «کولای شي قانع کوونکی استدلال وي چې دا نسل وژنه» ده.

قومی یا مذهبي تاوتریخوالی؟
ځینې فعالان او تحلیلګران ادعا کوي‌ سره له دې چې په هزاره ګانو باندې بریدونو ته مذهبي رنګ ورکول کېږي، خو د دوی په خبره دا بریدونه تر ډېره قومي انګیزه لري.

د پوهنتون استاد یعقوب یسنا په دې باور دی چې د هزاره ګانو په تعلیمي مرکزونو او تکیه خانو باندې بریدونه تصادفي نه دي.

هغه امریکا غږ ته وویل: «سره له دې چې د هزاره ګانو په جوماتونو او مراکزو باندې په بریدونو کې نور قومونه هم زیانمن شوي،‌ خو د بریدونو عمده هدف هزاره ګان وو چې د نسل وژني عیني مصداق ګڼل کېدای شي.»

نوموړي په دې اړه چې په افغانستان کې نور قومونه او اقلیتونه هم په نښه شوي دي نو ولې په هزاره ګانو باندې بریدونو ته نسله وژنه وویل شي، وویل چې باید عمومي خشونت او «نسله وژنه» سره جلا کړل شي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې په عمومي خشونت کې د افغانستان ټول خلک په نښه شوي‌ دي، خو په خبره یې ډېر شواهد شته چې هزاره ګان قصدآ «او په سیستماتیک» ډول په نښه شوي ‌دي.

د بشري‌ حقونو ډلو په افغانستان کې د هزاره ګانو په تعلیمي مرکزونو او تکیه خانو باندې بریدونه غندلي او په اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده. هغوی د هزاره ګانو د خوندیتوب په اړه د طالبانو اقدامات هم کافي نه دي ګڼلي.

د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي امریکا غږ ته وویل چې د «نسل وژنې» په اړه بحث ډېر کار ته اړتیا لري خو په خبره یې په هزاره ګانو باندې د بریدونو «سیستماتیکه بڼه» دا له عمومي تاوتریخوالي څخه،‌ چې د افغانستان نور قومونه یې هم زیانمن کړي، جلا کوي.

نوموړې وویل: «په هزاره ګانو باندې د بریدونو د قربانیانو مشترک ټکی د هغوی هزاره توب دی. که تاسو په کاج کې یوه وژل شوې نجلۍ، د عبدالرحیم شهید د لېسې یو وژل شوی زده کوونکی او یا هم په مزار کې د سه دوکان په جومات کې په برید کې وژل شوی سړی څنګ تر څنګ کېږدئ، یوازې یو فکتور دوی له یو بل سره نښلوي چې هغه یې هزاره توب دی.»

د داعش دښمني

سره له دې چې په کابل کې د «کاج» تعلیمي‌ مرکز باندې د وروستي‌ برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو په افغانستان کې په دې وروستیو کې په هزاره ګانو او شیعه ګانو باندې د اکثریت بریدونو مسئولیت د داعش-خراسان ډلې منلی دی. یو مهال افغان شعیه ګان د ایران په مرسته په سوریې کې د داعش ډلې په ضد جنګېدل.

په افغانستان کې تر څرګندېدو مخکې،‌ د داعش ډلې په عراق او سوریې کې خپل خلافت اعلان کړی و او یو شمېر سیمې یې لاندې کړې وې، هغه وخت د ایران سپاه پاسداران ځواکونو افغان او پاکستاني شیعه ګان د بشار الاسد د نظام په ننګ جګړې ته روزل او استول.

د بشري حقونو د ۲۰۱۷ د اکتوبر د میاشتې راپور،‌ چې تر ډېره له تسنیم خبري‌ اژانس سره د ایران د سپاه پاسدران د یو مقام د مرکې په اساس ترتیب شوی، وایي چې لږ تر لږه ۱۴۰۰۰۰ افغان شیعه ګان د «فاطمیون لوا» په چوکاټ کې په سوریې کې جنګېدل.

د لویدیځ رسنیو هم راپورونه خپاره کړي چې د ۱۰ او ۲۰زرو ترمنځ افغانان سوریې او عراق ته د جګړې لپاره استول شوي او سلګونه کسان یې وژل شوي دي. د دوی د وژل شویو دقیق شمېر معلوم نه دی.

د افغانستان د مخکني حکومت د اجرايي ریاست مشر حاجي محمد محقق د داعش په ضد د افغان شیعه جنګیالیو تنظیم کول ستایلي وو.

هغه د ۱۳۹۶ د تلې په میاشت کې له خپلو دغو جنجالي څرګندونو وروسته امریکا غږ ته په یوې مرکې ویلي‌ وو: «هر ځواک چې د داعش په ضد جنګېږي، زموږ ورور دی.»

XS
SM
MD
LG