د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د سوریې د کیمیاوی وسلو د برید تیاری یې لیدلی و


سوریا
سوریا

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د سوریې حکومت ته یې په دی وجه خبردارې ورکړی و چې هغوي داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړې و چې د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د برید لپاره تیارې کاوه.

د روسیې حکومت چې د بشار اسد پلوي کوي، د امریکا دغه خبرداري ته ځواب ورکړیدی او ویلي ی دي چې دغه ډول رپورټونه دروغ او بیبنیاده ي.

د پینټاگان ویاند جیف ډیوس وویل چې امریکا د سوریې په هغه پوځي اډې کې د یو بل برید د تیاري رپورټونه ترلاسه کړیدي. هم د دغې پوځي اډې نه د اپریل د میاشتې په شپږمه نیټه د کیمیاوي وسلو برید ترسره شوی و.

هغه وایي " په دغې برید کې یوه ځانگړي الوتکه استعمال شوي وه. او مونږ ته دا معلومه ده چې هم دغه ډول الوتکه د کیمیاوي وسلو لپاره استعمالیږي."

ښاغلي ډیوډ په دی هکله څه نه دي ویلي چې امریکا څنگه دغه استخباراتي معلومات ترلاسه کړیدي خو دا یې وویل چې امریکا دغه معلومات په تیرو دوو ورځو کې ترلاسه کړیدي.

د امریکا سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ ویلي و چې داسې ښکاري د سوریې حکومت د یو بل کیمیاوي برید تیاری کړیدی او خبردارې یې ورکړ چې دا به ورته په ډیره گرانه بیه تمامه شي.

په سوریې کې د اپریل په شپږمه د کیمیاوي وسلو په یو خونړۍ برید کې ٨٧ تنه ووژل شول چې زیاتره پکې ماشومان و. د سوریې حکومت په پرله پسې توگه دغه تورونه رد کړیدي او وایي چې دا برید د حکومت مخالفینو کړیدی.

روسیې د امریکا د استخباراتو هغه رپورټونه رد کړیدي چې وایي سوریې د یو بل کیمیاوي برید پلان جوړ کړیدی.

XS
SM
MD
LG