د لاس رسي وړ اتصالات

​سوزان رایس: په افغانستان کې د امریکا درې بد انتخابه


رایس وایي پاکستان دوه مخه رول لوبوي تش په نامه د خبرو پلوي کوي، خو د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي
رایس وایي پاکستان دوه مخه رول لوبوي تش په نامه د خبرو پلوي کوي، خو د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

سوزان رایس وایي جمهور رئیس ټرمپ په افغانستان د جگړې دوام لاره غوره کړې او باید خپل ولس ته ووایي چې په افغانستان به د امریکا اوږده جگړه لا هم دوام وکړي.

د امریکا د مخکني جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا اوږده جگړه نه ښایي چې د جگړې په ډگر کې ختمه شي.

سوزان رایس چې په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیره هم وه وایي طالبانو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز د هرکلي وړ نوښت دی خو په وړاندې یې موانع هم شته.

میرمن رایس پوښتلي چې که طالبان د جمهور رئیس غني وړاندیز ونه مني نو ایا په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور نه پرته بله لار شته؟

سوزان رایس وایي د ښاغلي غني د ستاینې وړ هڅو سره سره د سولې خبرې نه ښایي چې بریالۍ شي. د هغې په وینا د طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې د څو دلیلونو په وجه ناکامه شوي دي.

  • د جگړې په میدان کې د طالبانو دوامداره قوت او په کلیو او بانډو کې د اوسیدونکو ترمنځ د طالبانو ملاتړ.
  • د پالیسۍ پر سر د طالبانو خپلمنځي لانجه چې د هغوی مذاکره کوونکي یې بی واکه کړي.
  • یو کمزوری افغان حکومت چې د خبرو د نوعیت پر سر سره ویشل شوی دی.
  • او د پاکستان دوه مخه رول چې تش په نامه د خبرو پلوي کوي، په داسې حال کې چې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د میرمن رایس په وینا د دغو فکتورونو څخه یو یې هم نه دی بدل شوی. په داسې حال کې چې د باثمره خبرو لپاره کوم ریښتینی لرلید نشته مونږ طالبانو ته انتظار یو چې پخپله له منځه لاړ شي او یا هم د خپلو دلیلونو له مخې تصمیم ونیسي چې دوی پخلاینې ته حاضر دي. د میرمن رایس په وینا په عین وخت کې د امریکا متحده ایالات درې بد انتخابونه لري:

لومړی – د ټرمپ اداره کیدای شي په خپلو اهدافو بیا فکر وکړي او بریته د پخواني حکومت په څیر یواځې د بهرنیو ترهگرو پر وړاندې جگړې ته مخه کړي. افغان قواو سره د وسلو او روزنیزو چارو کې مرسته وکړي خو په جگړه کې مستقیمه ونډه وانخلي. دا کار به ددې سبب شي چې امریکا خپل ځواکونه کم کړي خو په کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور وساتي. دا کار به د طالبانو د پرمختگ مخه ونه نیسي.

دوهم – د امریکا متحده ایالات کیدای شي خپل ځواکونه وباسي په دې اساس چې نشي کولای په افغانستان کې جگړه "وگټي". دا کار به ددې سبب شي چې افغانستان بیا د ترهگرو ځاله شي، او ښایي د امریکا په مشرۍ ځواکونو ځای روسیه، ایران، چین او یا هند ونیسي.

درییم - په دې سره به د کابل حکومت نورې سیمې هم طالبانو ته بایلي، او په پای کې به سقوط وکړي. څرگنده ده چې د څه دپاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتیرو وینې تویدنه به بې گټې شي. دغه انتخاب په ١٩٧٥ کې له سایگون نه د امریکا د متحده ایالاتو د په شا کیدو حالت بیا انځوروي او د امریکا هیڅ جمهور رئیس نشي کولای چې دغه سناریو ومني.

سوزان ریس په دې باور ده چې جگړه د حل لار نده

میرمن رایس چې د اوباما د حکومت یوه لوړپوړې چارواکې وه وایي حقیقت دادی چې طالبان لاهم غښتلي دي، د افغانستان د درې برخو نه یوه برخه کنترولوي او د افغانستان او امریکا د هڅو سره سره ورو ورو پرمختگ کوي.

هغه وایي د امریکا د مخکني جمهور رئیس براک اوباما پر وخت په افغانستان کې د سل زرو امریکایي ځواکونو تر څنگ د ناټو هیوادونو ۴٠ زره سرتیري موجود وو، خو طالبان مات نشول او نه هم کمزوري شول.

هغه د دې یادونه هم کوي چې په ٢٠١٦ کې د ښاغلي اوباما د امر سره سم د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پدې هیله له منځه یوړ شو چې طالبان کمزوري شي، خو میرمن رایس وایي دې کار هم طالبان کمزوري نکړل.

میرمن رایس وایي تیر کال جمهور رئیس ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي قواو هوایي بریدونه زیات کړل امریکایي پوځیانو ته یې صلاحیت ورکړ چې د طالبانو پر ضد وجنگیږي.

میرمن رایس وایي بالاخره، د امریکا متحده ایالات باید دا تصدیق او په ډاگه کړي چې د دوی شتون په افغانستان کې ضروري او دایمي دی، خو ددې کار په بیه باید پوه شي. امریکا به هلته پاته شي که د ترهگرو پر ضد جگړې او د کابل د حکومت د ساتنې لپاره هر څومره عسکرو او قوماندانانو ته اړتیا وي. ښاغلي ټرمپ لږ تر لږه د ۴٥ میلیارده ډالرو په کلني لگښت او د ١٥٠٠٠ عکسرو په میشت کولو سره دا لاره انتخاب کړې ده، خو د میرمن رایس په وینا دا چلند به هم د پوځي لارې د طالبانو د ماتې سبب نشي.

د هغې په وینا د ښاغلي ټرمپ حکومت باید خپلو خلکو ته واضح په ډاگه کړي چې زمونږ اوږده جگړه به د اوږدې مودې پورې لا هم روانه وي.

XS
SM
MD
LG