د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: دوو لسیزو کې په لومړي ځل امریکايي عسکر کرسمس افغانستان کې نه تېروي


انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کرسمس او نوي عیسوي کال په مناسبت په یوې لنډې وینا کې ویلي چې په شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د نوي کال په رخصتیو کې امریکایي عسکر په افغانستان کې شتون نه لري.

د نوموړي‌ دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۸ ( مرغومي ۱۸) په خپلې فیسبوک پاڼې کې خپره کړېده.

ښاغلي بلینکن وویل: "د شلو کلونو په موده کې دا لومړی ځل دی چې امریکايي‌ سرتیري د کرسمس او نوي کال رخصتۍ په افغانستان کې نه تیروي او مونږ د امریکايي سرتیرو درېیم نسل هلته د جنګ کولو او وژل کېدو لپاره نه استوو."

هغه وویل لکه څنګه چې ولسمشر بایډن ژمنه کړې وه چې له افغانستان څخه به عسکر باسي، دغه ژمنه یې تیر اوړی پوره کړه، د غوځ ملاتړ ماموریت یې ختم کړ او دکابل له نړیوال هوایي ډګر څخه یې د تخلیې د هغو عملیاتو رهبري وکړه چې په ترڅ کې له ۱۲۰۰۰۰ زیات کسان له افغانستان څخه بهر ولېږدول شول.

هغه زیاته کړه، مونږ پوهېدو چې د تخلیې عملیات به سخت وي او د راتلونکي لپاره ورڅخه تجربې او درس اخیستل کیږي.

ښاغلي بلینکن وویل چې د امریکايي اتباعو او هغو کسانو د تخلیې بهیر چې امریکا یې په وړاندې ځانګړې ژمنه لري، دوام لري او د سپټمبر د میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې تردې دمه نږدې ۵۰۰ امریکایي اتباع له افغانستان څخه ایستل شویدي. هغه زیاته کړه د تخلیې بهیر به په همدې بڼې دوام ولري.

بلینکن زیاته کړه امریکا په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د افغانستان له خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کار کوي او وې ویل چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو ستر مرسته کونکی هیواد دی او د دې ترڅنګ به د افغانستان په اړه خپلې ډیپلوماسۍ ته هم دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG