د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: که امریکا زموږ د تیلو د صادراتو مخه ونیسي د هرموز تنګی تړو


ایراني چارواکو ویلي که د امریکا متحده ایالتونه د ایران د تیلو د صادراتو مخه ونیسي نو دا هیواد به د هرموز تنګی وتړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظرېف په یوه ټویټ کې ویلي د ایرانیانو پر وړاندې د اقتصادي تروریزم زیاتوالی، د امریکا د حکومت او د هغه هیواد د ملگرو ، ناهیلي او پرله پسې ناکامي ښودلې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د ( اپریل په ۲۲ مه) اعلان وکړ چې د ایران د تیلو پر وارداتو د لګول شویو بندیزونو په لړ کې له دې وروسته چا ته استثنا نه قایلیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو وویل:" له آیت الله او د هغه له نورو ملګرو څخه زموږ غوښتنه ډیره روښانه ده، د اټومي وسلو تولید، آزمایښت ، د بالستیک مزایلو پراختیا، د ترهګرۍ له ملاتړ او په خپل سرې ډول د امریکايي اتباعو له نیولو لاس واخلئ."

د امریکا متحده ایالتونه غواړي چې د ایران د عوایدو د اصلي منبع په وچولو سره هغو پنځو هیوادونو ته چې شاوخوا یو کال د ایران د تیلو د واردولو اجازه ورکړل شوې وه ، پای ته ورسوي.

جاپان، ترکیه، سهیلي کوریا چین او هند هغه هیوادونه وو چې د امریکا له بندیزونو استثنا شوي وو، خو له دې وروسته ندي.

وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالتونو پر پنځو هیوادونو استثنا چې له مخې یې د ایران د تیلو پر وارداتو د امریکا له بندیزونو معاف شوي وو، پای ته ورسوله یو شمیر هیوادونو په دې اړه د مثبت او منفي غبرګونونه ښودلي دي.

ترکیې د امریکا اقدام رد کړی او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر میلاوت کاوسګلو ویلي د ایران د تیلو پر وارداتو د امریکا فشارونه به د سیمې له سولې او ثبات سره مرسته ونکړي،

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي هیواد یې په نړیواله سطح د امریکا له یو اړخیزو بندیزونو سره مخالف دی.

خو د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا له پریکړې هرکلی کړی او ویلې دي د ایران پر وړاندې د بندیزونو د زیاتیدو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ او د امریکا د حکومت پریکړه مهمه ده.

په سیمه کې د ایران ستر رقیب سعودي عربستان هم د امریکا وروستی اقدام ستایلی دی.

شنونکو خبرداری ورکړی چې د ایران د تیلو پر وړاندې دا اقدامات به د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د تحریک او د امریکا او چین د تجارتي خبرو د زیانمنیدو لامل شي.

XS
SM
MD
LG