د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه‌یي د سپاه پاسداران قوماندان بدل کړ


د ایران د اسلامي جمهوریت روحاني مشر ایت الله علي خامنه یي، حسین سلامي د سپاه پاسداران ایران د نوي قوماندان په توگه معرفي کړ.

د سپاه پاسدان انقلاب اسلامي قواو مشر څو ورځې وروسته له هغې بدلیږي چې د امریکا متحده ایالاتو دغه سازمان د ترهگرو سازمانونو په لست کې شامل کړ.

٥٩ کلن جنرال سلامي چې دمخه تر دې د سپاه پاسداران مرستیال و د محمد علي جعفري ځای نیسي. ښاغلی جعفري په تیرو ١١ کلونو کې د سپاه پاسدان قوماندان و.

د ایران دولتي اژانس ایرنا دغه خبر خپور کړی دی، خو جزییات یې ندي په ډاگه کړي چې ښاغلي خامنه یي په څه دلیل د سپاه پاسداران مشر تبدیل کړی دی.

د سپاه پاسداران د قوماندان د کار موده نده څرگنده، خو په عمومي توگه دغه سازمان ته په هرو لسو کلونو کې یو وار ایت الله خامنه یي نوی قوماندانان ټاکلی دی.

د ایران د اساسي قانون له مخې د سپاه پاسداران، پوځ او د انتظامیه قوې د قوماندانانو ټاکل او لرې کول د اسلامي جمهور رئیس د مشر له صلاحیتونو څخه دي.

XS
SM
MD
LG