د متحدو ایالتونو اروپايي قومندانۍ وايي چې د «متحدو ایالتونو د بندیزونو څخه د سرغړونو» له کبله یې د شمالي اتلانتیک په سمندر کې د وېنزویلا اړوند یوه تیل وړونکې کښتۍ نیولې ده، یوه بله تیل وړونکې کښتۍ د کارابین په سمندر کې نیول شوې ده.
د متحدو ایالتونو اروپايي قوماندانۍ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د شمالي اتلانتکی سمندر کې د M/V Bella 1 په نوم بېړۍ د «متحدو ایالتونو د فدرال محکمې د حکم مطابق» د ساحل ساتونکو له تعقیب وروسته نیول شوې ده.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هیګسیت په خپل ایکس حساب کې دا اقدام ستایلی او لیکلي دي: «د نړۍ په هرې برخې کې د وېنزویلا د تحریم شویو او ناقانونه تیلو محاصره په بشپړ ډول عملي» ده.
د اروپايي مرکزي قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دا نیونه د ولسمشر ټرمپ د هغې اعلامیې حمایت دی، چې په اساس یې هغه « تحریم شوې کښتۍ په نښه کېږي چې د لویدیځې نیمه کرې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي».
ولسمشر ټرمپ تېره میاشت وېنزویلا ته په داخلېدونکو او وتونکو تیل وړونکو کښتیو باندې بشپړ بندیز ولګوه.
په یو بل اقدام کې د متحدو ایالتونو د جنوبي قومنداني وايي چې امریکايي ځواکونو له کومې پېښې پرته یوه تیل وړونکې کښتۍ، چې مشخصات یې معلوم نه دي، نیولی دی. د M/T Sophia په نوم دا کښتۍ د کارابین په سمندر کې په نړیوالو اوبو کې ناقانونه فعالیتونه کول.
د متحدو ایالتونو د جنوبي قومنداني وايي چې د ساحل ګارد دا کښتۍ امریکا ته انتقال کړې ده. د متحدو ایالتونو د ساحل ساتونکو تېره میاشت هم د وېنزویلا ساحل کې دوه تیل وړونکې کښتۍ نیولې وې.
فورم \ دبحث خونه