د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنګټن ډي سي مشکوک بریدګر لکڼوال بیا محکمې ته حاضر کړل شوی

په واشنګټن ډي سي کې د متحدو ایالتونو د ملي ګارد په غړو باندې په وژونکي برید تورن رحمان الله لکڼوال بلې محکمې ته هم وړاندې کړل شو. دا محکمه د چهارشنبې په ورځ (فبروري څلورمه) وه، خو ادعا یې وکړه چې بې ګناه دی.

لکڼوال د تېرکال د نومبر په ۲۶مه نېټه د متحدو ایالتونو د ملي ګارد په غړو برید وکړ چې ۲۰ کلنه غړې سارا بکستروم ووژل شوه او بل ۲۴ کلن غړی اندرو ولف ژوبل شو. امریکایي مقاماتو دا یو ترهګریز برید بللی دی.

تر دغې محکمې مخکې د جنورۍ په نهمه نېټه د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت په لکڼوال باندې نوي تورونه ولګول، چې د ملي ګارد دوو نورو غړو د وژنې نیت یې هم درلوده، دغو دوو غړو لکڼوال د برید په ځای کې توقیف کړی و. دغه سرتیري د R.R. او E.S په مخففو نومونو یاد شوي.

لکڼوال په نهو جرمونو تورن دی. د عدلیې وزارت وايي چې لکڼوال وار د مخه په لومړۍ درجې عمدي قتل او د جرم د ترسره کولو لپاره له یو ایالت څخه بل ته د وسلې او مهماتو په انتقال تورن شوی؛ همدغه راز د وسله وال تاوتریخوالي او خطرناک برید په مهال د وسلې لرلو له کبله په څلورو نورو قضیو کې تورن شوی دی.

امریکايي مقاماتو تېره میاشت د لکڼوال قضیه له حوزوي محکمې څخه د فدرال محکمې ته انتقال کړه.

د واشنګټن ډي سي لپاره د متحدو ایالتونو لویې څارنوالې جینین فریس پیرو تېره میاشت په خپل ایکس حساب کې لیکلي وو: «له حوزوي محکمې څخه د ولسوالۍ محکمې ته د دې قضیې انتقال دا تضمنیوي چې موږ د اعدام د مجازاتو د ټاکلو لپاره، چې دلته لازمي دي، جدي، دقیقه او سنجیده تحلیل او تجزیه وکولای شو.»

د عدلیې وزارت وایي چې دغه مشکوک کس د واشنګټن ایالت له بلینګهم څخه واشنګټن ډي سي ته په خپل موټر کې راغلی و، یوه تومانچه ورسره وه او له کوم تحرک پرته یې د ملي ګارد په دوو غړو برید کړی دی.

د رحمان الله لکڼوال بله محکمه د مۍ په میاشت کې پلان شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG