د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان او نورو ته: د خوندیتوب په لټه افغانانو سره بشري همکاري وکړئ


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونډیانو څخه غوښتي دي چې هغو افغانانو ته په خپلې خاورې کې د داخلېدو اجازه ورکړي چې د خوندیتوب په لټه دي.

څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې هغه افغانان به شړي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري. له دغه اعلان څخه وروسته راپورونه وايي چې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره بد چلند زیات شوی او یو شمېر یې خپل هېواد ته ستانه کړل شوي هم دي.

دغه کار دا اندېښنه پیدا کړې ده چې پاکستان ممکن هغه کسان هم بېرته افغانستان ته وشړي، چې د طالبانو له راتګ وروسته یې د سر ساتلو په خاطر پاکستان ته پناه وړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) په یو خبري کنفرانس کې د پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له دغو پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي.

هغه وویل: «موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان جدي هڅوو چې هغوو افغانانو ته، چې د نړیوال خوندیتوب په لټه دي د داخلېدو اجازه ورکړي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او کډوالو د نړیوال سازمان په څېر د نړیوالو بشري سازمانو سره په هغږۍ هغوی ته بشري مرسته برابره کړي.»

د میلر تر څرګندونو مخکې د امریکا شاوخوا ۸۰ پخوانیو دپلوماتانو او د کډوالو د ادارو استازو په یو ګډ لیک کې له پاکستان څخه وغوښتل، چې هغه افغانان ونه شړي چې امریکا ته د راتګ لپاره په پاکستان کې د ویزو په انتظار دي.

په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۱۰۰زره افغانان د انتقال په پروسې کې واېستل شول او زرګونه نور پاکستان ته ولاړل چې له هغه ځای څخه امریکا او یا کوم بل هېواد ته انتقال کړل شي. په دې کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران او د افغان حکومت پوځي او ملکي غړي شامل دي، چې وايي د طالبانو په حکومت کې یې ژوند په خطر کې دی.

امریکا داسې مهال دا خبره کړې ده چې د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې په شاوخوا دوو اونیو کې له پاکستان څخه څه باندې ۳۷زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي‌دي.

د پاکستان حکومت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ، چې هغه څه باندې ۱.۷ میلیون افغان کډوال به له خپلې خاورې څخه وشړي،‌ د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا تېره ورځ وویل چې د پاکستان دا پرېکړه به ۱.۴ میلیون افغان کډوال په ځانګړي ډول هغه افغانان زیانمن کړي چې د ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG