د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي پخواني دپلوماتان پاکستان ته: امریکا کې د بیا مېشتیدو پر شرایطو برابر افغانان مه شړئ


نږدې ۸۰ پخوانیو امریکايي دپلوماټانو او د هغو موسسو استازو چې په امریکا کې د افغان کډوالو د مېشتېدو په برخه کې کار کوي، په یو پرانیستي لېک کې د پاکستان د حکومت څخه غوښتي، چې هغه زرګونه افغان اتباع بیرته افغانستان ته ستانه نه کړي، چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د بیا میشتیدو پروګرام لپاره په پاکستان کې د امریکا د ویزو په تمه دي.

د پاکستان حکومت پدې وروستو کې اعلان کړی دی چې هغه څه باندې ۱.۷ میلیون افغان کډوال به د دغه هیواد څخه وایستل شي چې د اوسېدو قانوني اسناد نلري. پاکستان دغو کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به په زور له هغه هیواده وایستل شي.

دغو پخوانيو امريکايي ډپلوماتانو او افغان کډوالو ته د مرستندويه ادارو په پرانستي ليک کې اندېښنه څرګنده کړې، چې يو شمېر دغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ او غچ اخیستو له خطر څخه تښتېدلي، بېرته افغانستان ته ستنېدل به يې ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

تېره اوونۍ ملګرو ملتونو هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو په اجباري ستنولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا کار له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

خو پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ، اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷مه) یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د هغو کډوالو لپاره چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه مېشت دي، ټاکل شوی موده په تمامیدو دی، ځکه د دوی په وینا، د نومبر د لومړۍ نېټې په را رسیدو سره د هغوی د نیولو او په زوره ستنولو موده، ورځ تر بلې نږدې کیږي.

له هغه ځایه چې امریکا په افغانستان کې ډپلوماتیک ماموریت یا حضور نلري، هغه افغانان چې په متحدو ایالتونو کې د بیا میشتیدو په شرایطو برابر دي،‌ باید یو دریم هیواد ته لاړ شي چیرې چې د امریکا متحده ایالتونه سفارت ولري. د امریکا ویزې ترلاسه کولو لپاره د غوښتنلیکونو بهیر له ۱۴ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت نیسي.

زرګونه افغان اتباع له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دي او د امریکا د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي. د دغو افغانانو د غوښتنلیک په بهیر کې ځنډ دوی له یو سخت زیانمنونکي حالت سره مخامخ کړي دي. د ځینو دغو کسانو د اقامت ویزې موده پای ته رسیدلي او لا هم نه دي توانیدلي چې خپل د اقامت موده تمدید کړي. ددې ستونزې سربیره،‌ دوی په پاکستان کې د اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریبان دي او همداشان ښوونې او روزنې او نورو خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر انور الحق کاکړ په نوم په دغه پرانیستي لیک کې له هغه غوښتنه شوې، چې هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته پاکستان ته راغلي دي باید له هغه هېواده ونه ایستل شي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه له افغانستان څخه د نړیوالو او امریکايي ځواکونو په په وتلو سره، افغانستان کې طالبانو بیا واک ترلاسه کړ.

د "افغانانو د تخلیې" په نوم د یوې غیر انتفاعي موسسې مشر او بنسټ ایښودونکي، شان وان ډیفر وویل: "موږ غواړو،‌ افغانان پدې پوه شي چې، د متحدو ایالتونو په لر او بر کې پیاوړي خلک له دوی سره ولاړ دي."

د امریکايي ډپلوماتانو په پرانیستي لیک کې راغلي: " له پاکستانه مننه کوو،‌ چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته یې په دغه هېواد کې زموږ متحدینو ته پناه ورکړې ،‌ خو دغه پرېکړه [د ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو جبري ایستل] یوازې ګډوډي رامنځته او وضعیت به لا پسې خراب کړي. له پاکستانه غواړو، چې له موږ سره په متحدو ایالتونو کې د بیامیشتیدو پر شرايطو برابر کسانو په بیا میشته کېدو کې همکاري وکړي، او هغوي افغانستان ته په زوره ونه لیږي، چې هلته به له سخت ګواښونو سره مخامخ شي."

په لیک کې راغلي، چې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو له پریکړې څخه د امریکايي پوځیانو پخواني ژباړونکو په ګډون، خبریالانو، ښځینه فعالان او نورې ډلې اغیزمن کیږي. په لیک کې راغلي:"دا ډول ستنول د پاکستان له بشردوستانه دود او دستور سره اړخ نه لګوي او که چیرې دغه خبره ( په زوره ستنول) دوام ومومي، نو له امریکا سره به د پاکستان اړیکې سختې اغېزمنې کړي او په نړیواله ټولنه کې به د پاکستان شهرت ته سخت زیان ورسوي."

سربېره پر دې، د دغو امریکايي ډپلوماټانو او چارواکو په وینا، دغه کار "غیر انساني" دی او باید له یوه زیانمن ګاونډي سره داسې چال چلند ونشي.

په ليک کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي، چې د کډوالو نړیوال سازمان غوښتنه ومني او په پاکستان کې د مېشتېدو د ملاتړ يو مرکز جوړ کړي، ترڅو په امریکا کې د بیامیشتیدو په موخه له افغانانو سره د هغوی د شرایطو په تاییدي کې مرسته وکړي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG