د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په بلاروس کې د خپل سفارت چارې وځنډولې  


په منسک کې د امریکا سفارت ودانۍ
په منسک کې د امریکا سفارت ودانۍ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د بلاروس په مرکز منسک کې د خپل سفارت چارې وځنډولې او په مسکو کې یې د سفارت د غیر ضروري‌ کارکوونکو او د هغوی د کورنیو رضاکارانه وتلو ته اجازه ورکړه.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن دوشنبه فبروري ۲۸ (سلواغه نهمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا ګامونه یې د امنیتي او مصونیتي مسائیلو په اساس اخیستي دي چې په اوکراین باندې د روسیې د «غیر معقول او غیر موجه برید» له کبله دي.

ښاغلي بلینکن ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزرات په ټولې نړۍ کې د خپل ماموریت، ځايي امنیتي چاپېریال او صحي حالت په اساس د سفارتونو او قونسلګریو چارې برابروي او تنظیموي.

اعلامیه وايي د امریکایي اتباعو، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې حکومتي ماموران او نور اړوند کارکوونکي هم په کې شامل دي، تر امنیت او مصؤنیت بل هېڅ هم مهم دي.

د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې کله به بېرته د سفارت چارې پیلوي. بلاروس په اوکراین باندې د روسیې د یرغل ننګه کړې ده.

امریکا داسې مهال په مسکو کې د سفارت د غیر ضروري‌ کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د رضاکارانه وتلو اجازه ورکړې او په منسک کې یې د سفارت چارې ځنډولي، چې نن په اوکراین باندې د روسیې د برید پنځمه ورځ ده.

په دغه برید کې د اوکرایني چارواکو په وینا تر دې دمه تر ۳۵۰ زیات ولسي ‌خلک وژل شوي او تر ۱۷۰۰ نور ژوبل دي. د دواړو خواو امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو ارقام لا نه دي خپاره شوي.

ملګري ملتونه وايي چې د یرغل له پیل راهېسې څه باندې ۵۰۰زره اوکراینیان ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

په داسې حال کې چې روسیه د امریکا او اروپا له لوري له سختو اقتصادي او دپلوماتیکو فشارونو او بندیزونو سره مخامخ ده، د مسکو او کیف ترمنځ خبرې پیل شوې او اوکراین په خبرو کې سملاسي اوربند غواړي.

XS
SM
MD
LG