د لاس رسي وړ اتصالات

په زلزله ځپلو سیمو کې بشري فعالانو ته د کمپونو د جوړېدو غوښتنه شوې


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (OCHA) وايي، د مخابراتي شبکو او لارو د خرابولي له آمله د پکتیکا او خوست ولایتونو په زلزله ځپلو ولسوالیو کې د بشري فعالانو لپاره د کمپونو جوړېدل یوه جدي اړتیا ده.

دغه ادارې د دوشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ شپږمه) د افغانستان په جنوب ختیځ کې د تیرې چهارشنبې د مرګونې زلزلې په اړه په خپل څلورم راپور کې ویلي چې د پکتیکا ولایت په ګیان او د خوست په سپیرې ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو او سړکونو خرابوالي له آمله په زلزله کې زیانمنو شوو خلکو ته د مرستو رسول له ستونزو سره مخامخ دي.

په راپور کې ویل شوي چې د خوست ولایت له ارګون ولسوالۍ څخه بیا تر سپیرې ولسوالۍ پورې د خراب سرک له آمله د موټر تګ لږ تر لږه پنځه ساعته وخت نیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (OCHA) زیانمنو شوو خلکو ته پر وخت د بشري مرستو د رسېدو په اړه ویلي: "د پکتیکا په دوو اغېزمنو شوو ولسوالیو ګیان او برمل او د خوست ولایت د سپیرې په ولسوالۍ کې د بشري فعالانو لپاره د کمپونو جوړول یو عاجل لومړیتوب دی."

اوچا ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ټېم (ICCT) له خوا د مرستو رسولو د یو درې میاشتني پلان د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی چې ددغه پلان له عملي کېدو سره به په پکتیکا او خوست کې له زلزلې څخه د اغېزمن شوو ۳۶۲۰۰۰ خلکو اړتیاو ته د ځواب ویلو کچه لوړه شي.

په زلزله کې اوښتي ځاني او مالي زیانونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وایي په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له آمله ۱۵۵ ماشومان مړه شوي او نژدې ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

اوچا وايي چې په دغه زلزله کې ۶۵ ماشومان یتیمان او بې سرپرسته پاتې شوي دي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې د زلزلې له آمله ۲۳۱۶ کورونه نړېدلي او ځیني نور د چپه کېدو له ګواښ سره مخ دي.

اوچا ویلي چې په زلزله کې اووه ښوونځي هم ویجاړ شوي دي، چې پنځه یې په ګیان او دوه یې د سپیرې په ولسوالۍ کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې نړیوالو خیریه بنسټونو په پکتیکا ولایت کې زلزله ځپلو ته د بشري مرستو د رسولو لړۍ پیل کړې چې پدې مرستو کې خوراکي مواد، خیمې او د کور اړین سامان شامل دي.

په همدې مهال کې، د طالبانو د حکومت د سرې میاشتې ټولنې ویلي له ټولو خیریه بنسټونو څخه یې غوښتنه کړې چې زلزله ځپلو ته خپل د مرستو د رسولو چارې له دغه ټولنې سره همغږي کړي.

د طالبانو د حکومت د سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی د اغېزمنو شوو خلکو د تثبیت لپاره پکتیکا او خوست ولایتونو ته ۵۵ کاري ټېمونه استولي دي، تر څو اصلي زیانمن شوي معلوم کړي او د مرستو په وېشلو کې د فساد مخه ونیسي.

د راپورنونو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له آمله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۶۴۳ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG