د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قرارګاوې ساتلې ـ راپور


ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو له مۍ میاشتې وروسته امریکايي سرتیرو ته هیڅ امنیتي تضمین نه دی ورکړی.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو له مۍ میاشتې وروسته امریکايي سرتیرو ته هیڅ امنیتي تضمین نه دی ورکړی.

رویټرز خبري اژانس د درې لوېدیځو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وسله والو طالبانو د تېر څه باندې یوه کال په اوږدو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي قرارګاو ساتنه کړې ده.

د راپور پر اساس چې پرون جمعه د (غويي۱۰) خپور شوی وسله والو طالبانو په دغه موده کې د بهرنیو ځواکونو پر قرراګاو د نورو وسله والو او یا د هغوی د سیالو ډلو د بریدونو مخه نیولې ده.

راپور زیاتوي چې د وسله والو طالبانو لخوا په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د قرارګاو امنیت نیونه له امریکا سره د دغې ډلې د دوحې د سولې توافق د یوې پټې ضمیمې په اساس شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله د دې پټې ضمیمې او همدارنګه په افغانستان کې د طالبانو لخوا د بهرنیو ځواکونو د قرارګاو د امنیت نیونې په اړه څه نه دي ویلي.

دوه لوېدیځ چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو متحده ایالاتو ته په افغانستان کې د امریکا ځواکونو پر قرارګاو د داعش په ګډون د نورو وسله والو ډلو د بریدونو د مخنیوي وړاندیز کړی و چې د واشنګټن لخوا ومنل شو.

د دغه لوېدیځ چارواکو په وینا، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قرارګاو څخه د ساتنې په هدف د «امنیتي کړۍ» په رامنځته کېدو سره طالبانو غوښتل چې د خپلې ژمنې په اړه چې له افغان خاورې څخه به د امریکا متحده ایالاتو پر ګټو بریدونه نه کیږي «حسن نیت» وښيي.

یو بل لوېدیځ دیپلومات چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې دخیل و، ویلي: «هغوی [طالبان] د [د بهرنیو ځواکونو د قرارګاو په شااوخوا کې] حائل امنیتي سیمه رامنځته کړې وه او خپلو وسله والو ته یې لارښوونه کړې وه چې په دغه موده کې هیڅ بهرنی سرتیری ټپي او یا مړ نه کړي.»

د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د دوحې تړون تر لاسلیک وروسته د امریکايي ځواکونو په وینا تر دا مهاله په افغانستان کېد وسله والو طابانو لخوا هیڅ امریکايي سرتیری وژل شوی نه دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د طالبانو لخوا د بهرنیو ځواکونو د قرارګاو د امنیت نیونې په اړه له غبرګون ښودلو څخه ډډه وکړه، خو ویې ویل چې طالبانو له مۍ میاشتې وروسته امریکايي سرتېرو ته هیڅ امنیتي تضمین نه دی ورکړی.

پر دې مهال د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې وسله والو طالبانو د افغانستان د خلکو او حکومت پر وړاندې بریدونو ته زور ورکړی دی، خو پر بهرنیو ځواکونو له بریدونو څخه ډډه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان په دې کار سره ښيي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنګیږي.

XS
SM
MD
LG