د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه پر ترکیې باندې د بندیز په لګولو غور کوي


د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ دسمبر اوومه (لیندۍ ۱۷) پر ترکیې باندې د بندیز پر لګولو غور وکړ او ټاکل شوی چې ددې ټولنې مشران په یوه غونډه کې چې د دسمبر له لسمې نه تر ۱۱ پورې کیږي، پدې هکله وروستی تصمیم ونیسي.

د مدیترانې په بحیره کې د ګازو د منابعو د ملکیت پر سر د یونان سره د ترکیې لانجې د اروپایي ټولنې هیوادونه دې ته اړ کړي چې د انقرې د غندلو په اړه فکر وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، ویلي چې هیواد به یې "ګواښونو او باج اخیستنې ته" سر ټیټ نکړي، خو یو ځل بیا یې وویل چې انقره ددغې لانجې د حل لپاره خبرو ته تیاره ده.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندیاس، ویلي چې د اروپایي ټولنې ټولو هیوادونو د دوشنبې په ورځ د نظر اتفاق درلود چې ترکیې د مدیترانې بحیرې په ختیځ کې په مناقشې وړ اوبو کې د انرژۍ د منابعو د پلټلو په برخه کې مثبت بدلون ندی ښودلی.

ښاغلي دندیاس خبریالانو ته وویل چې د اروپایي اتحادیې مشران به د ترکیې د "خلافکاره چلند" په هکله بحث وکړي.

کړکیچ د اګست په میاشت کې هغه وخت زیات شو چې ترکیې – د ناټو غړي او د اروپایي ټولنې د غړیتوب کاندید – یوه اکتشافي بیړۍ د مدیترانې د ختیځ اوبو ته واستوله تر څو پدې ساحه کې چې یونان یې د ملکیت دعوا لري د انرژۍ منابع وپلټي.

جرمني چې اوس د اروپایي ټولنې د مشرۍ د شپږ میاشتنۍ دورې ریاست په غاړه لري او پر ترکیې باندې د بندیزونه په لګولو کې عمده رول لري هیله من و چې د انقرې او اتن ترمنځ منځګړیتوب وکړي، خو برلین هم د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت پر انقرې باندې په غوسه شو چې ترکي متخصصینو د قبرس په سواحلو کې پلټنې پیل کړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د غونډې دمخه د دوشنبې په ورځ وویل: "د ترکیې، قبرس او یونان ترمنځ زیات غوسه کوونکي اعمال موجود و چې د مستقیمو خبرو مانع شوي دي."

د اروپایي اتحادیې مشرانو د اکتوبر په میاشت کې له ترکیې وغوښتل چې په لانجمنو اوبو کې پلټنې ودروي.

سره له دې چې ترکیې تیره اونۍ د سیمې څخه خپله پلټونکې بیړۍ بیرته وروغوښتله د اروپایي شورا رئیس چارلس میشل، خبرداری ورکړ چې ترکیه "د موږک او پیشو له لوبې" لاس واخلي. ښاغلي میشل استدلال کړی دی چې انقرې اروپایي اتحادیې د مشرانو د غونډې په درشل کې خپله پلټونکې بیړۍ بیرته بندر ته ستنه کړې ده او له دې غونډې وروسته به بیرته هغه ساحې ته واستوي.

فرانسې او د اروپا پارلمان د نومبر په ۲۶ په بروکسل کې له غونډې وروسته پر ترکیې باندې د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه او استدلال یې وکړ چې جمهور رئیس اردوغان د داخلي سیاسي مقدونو په خاطر د یونان سره لانجې ته لمن وهي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو چې د بروکسل غونډې ته نه و بلل شوی د دوشنبې په ورځ یې یونان او قبرس د اروپایي اتحادیې "نازولي" غړي وګڼل او دغه اتحادیه یې وهڅوله چې منځګړیتوب وکړي نه داچې فرانسې او نورو غړو ته اجازه ورکړي چې د یونان ملاتړ وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې: "د بندیزونو او یا بل څه تصمیمونه د موعګانو د حل کولو سره مرسته نه کوي."

XS
SM
MD
LG