د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افریقا کې د ښځو د اقتصادي بسیاینې دپاره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه


کاملا هریس، د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله
کاملا هریس، د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیاله

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس د چهارشنبه په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) افریقا ته د خپل لومړني رسمي سفر پر مهال د ښځو د اقتصادي بسیاینې د پروګرامونو د ملاتړ دپاره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه.

د هریس دفتر وايي چې دا پیسې به د ډیجیټلي خدماتو او کار موندنې د روزنېزو پروګرامونو په پراختیا او د ښځینه متشبثینو په ملاتړ ولګول شي. مېرمن هریس د چهارشنبې په ورځ، د ګانا په پایتخت اکرا کې د ښځینه متشبثینو په غونډه کې ګډون وکړ.

هغې د سه شنبې په ورځ په اکرا کې د ۸۰۰۰ ځوانانو یوې غونډې ته په وینا کې د افریقا د لویې وچې د راتلونکې په اړه هیله مندي څرګنده کړه او ویې ویل چې د افریقا سره په ګډه پرمختګ شونی دی.

هغې زیاته کړه: "امریکا دې ګډ کار او شراکت ته ژمنه ده چې افریقا په دیجیټلي نړۍ کې خپل ځای ومومي‌ او په پای کې یو ټولشموله اقتصادي انکشاف رامنځ‌ ته شي."

نوموړې د امریکا له لوري په افریقا کې د ښې حکومتولۍ او دموکراسۍ د ملاتړ ژمنه وکړه.

د ګانا ولسمشر نانا اکوفو اډو د مېرمن هریس سفر اغیزناک وباله. هغه وویل: "ګانا به د امریکا د متحده ایالاتو سره خپلې همکارئ ته په هره سطحه چې وي ادامه ورکړي."

د تاریخ یادونه

د امریکا د ولسمشر مرستیالې په ګانا کې د کیپ کوسټ ماڼۍ د لیدلو پر مهال د پیړیو پخوانی تاریخ یاد کړ او هغه ځای ته ولاړه چې افریقايان به په کې ساتل کیدل او بیا به د مرییانو په توګه په بیړیو کې امریکا ته وړل کیدل.

هریس د افریقا خلک په تاریخي لحاظ پیاوړي او د ژورې عقیدې لرونکي وبلل چې د نوموړې په خبره، له خپلو کورنیو، دودونو او کلتور سره مینه لري او د مدني حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغې زیاته کړه: "په متحده ایالاتو او ټوله نړۍ کې د عدالت لپاره مبارزه کول په طبیعي توګه له دوی سره پاتي دي او موږ او تاسو ټولو، پرته له کوم توپیر نه، د ازادۍ او عدالت لپاره د دوی له مبارزو ګټه اخیستې ده."

د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه، دا افریقا ته د هریس لومړی سفر دی. هغه د یوې اونۍ په دې سفر کې د ګانا برسېره تنزانیا او زامبیا ته هم ځي.

XS
SM
MD
LG