د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د غونډې په درشل کې له پاکستان نه د امریکا نوې غوښتنه


د امریکا متحده ایالات وایي د پاکستان سره د داسې یوې تازه اړیکې د ټینگولو په لټه کې دي چې د افغانستان لپاره د یوې سوله ییزې راتلونکې او په سیمه کې ټولو ترهگرو ډلو ته د ماتې ورکولو پر ژمنې ولاړه وي.

د جمهور رئیس ټرمپ د سلاکار مرستیاله او د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي اسیا د برخې مسؤله لیزا کورتیس وویل چې د ښاغلي ټرمپ ستراتیژي د پاکستان او امریکا همکارۍ ته زمینه برابروي.

ميرمن کورتیس د سه شنبې په ورځ( فبروري۲۷) اسلام آباد ته د سفر په ترڅ کې دا خبره هم وکړه چې نوې تګلاره موږ ته په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینگیدو، هیواد ته د افغان مهاجرینو د ابرومندانه ستنیدو، د داعش او نورو ترهگرو ډلو د ماتولو لپاره د گډ کار کولو زمینه برابروي.

په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت د خبر پاڼې له مخې میرمن کورتیس د پاکستاني مقاماتو سره په کتنه کې یو ځل بیا د امریکا دغه غوښتنه تکرار کړه چې پاکستان باید په خپله خاورو کې د حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوي سبا د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې نړیوال استازي د افغانستان په پلازمینه کابل کې راټول شي امریکا پر پاکستان دا ټینگار هم وکړ چې د پیسو د تطهیر پر ضد د مبارزې په قوانینو کې نیمگړتیاوې هم ختمې کړې.

د پیسو د تطهیر پر وړاندې د مبارزې د قوانینو په پلي کولو کې د پاکستان ناکامي ددې سبب شوې چې د نړۍ ستر قوتونه د ترهگرو د تمویل کوونکو په څارلست کې د پاکستان په شاملولو ټینگار وکړي او تصمیم نیول شوی چې د جون د میاشتې څخه دا هیواد په دغه لست کې ځای کړای شي.

لیزا کورتیس، اسلام آباد ته د سفر پر وخت وویل چې پاکستان باید د ترهگرو د مالي تمویل د منابعو په وچولو کې عملي گامونه واخلي.

پاکستان ادعا کوي چې د هغه هیواد په مالي او بانکي نظام کې یې یو لړ اصلاحات راوړي دي او یو شمیر افراطي ډلې یې له مرستو راټولو منع کړي دي. خو کارپوهان وایي چې سخت دریځه ډلې اوس هم د پاکستان دننه د تبلیغ او د اعانو په راټولولو بوخت دي.

له دې سره سره چې امریکا لا هم د ترهگرو د مالي منابعو په مخنیوي کې د پاکستان له اقداماتو راضي نده، چین نن وویل چې د اسلام آباد هڅې د ستایلو وړ دي او چین د ترهگرو پر ضد مبارزه کې د پاکستان سره همکاري کوي.

د پاکستان اندیښنې؟

پاکستان د څو لسیزو په ترڅ کې په افغانستان او کشمیر کې د سخت دریځو اسلامي ډلو ملاتړ کړی او کارپوهان وایي چې ددې کار دلیل د هند د نفوذ د پراخیدو نه د پاکستان ویره ده.

خو امریکایي دیپلومات ریچارد اولسن، چې د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۵ پورې د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانگړی استازی و، وایي چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه مبالغه کوي.

ښاغلي اولسن د مشعل رادیو سره مرکه کې ویلي دي چې د ماموریت پر وخت د هغه د مشاهداتو په بنسټ هند د افغانستان سره یو مرسته کوونکی هیواد دی او د افغانستان سره نژدې دیپلوماتیکې اړیکې لري، خو دغه اړیکې دومره ندي چې پاکستان هغه په گوته کوي.

XS
SM
MD
LG