د لاس رسي وړ اتصالات

"امریکا د پاکستان نه غواړي طالبان د خپل دریځ نرمولو ته اماده کړي"


امریکا روانه میاشت د افغانستان د سولې په هکله په قط‏ر کې د طالبانو سره د خبرو یو بل پړاو پیلوي او پدی لړ کې یې د پاکستان نه همکارۍ غوښتلو ته دوام ورکړی

د امریکا او د طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې د یو کال راهیسې پیل شویدي چې د افغانستان د ١٨ کلنې جگړې ختمولو ته لاره جوړه کړي.

په پاکستان کې یوې سرچینې چې په اسلام اباد کې د خلیلزاد د ملاقاتونو په اړه معلومات لري، امریکاغږ ته ویلي دي: "پداسې حال کې چې خبرې په یو ځاې ودریدلي، خلیلزاد د ټولو خواو په شمول د پاکستان نه غواړي، طالبان دیته اماده کړي چې په خپل دریځ کې نرمښت وښیي." هغه وویل چې واشنگټن د پاکستان نه ډیر توقعات لري خو اوس پوهه شويدي چې پاکستان په طالبانو کنټرول نه لري.

واشنگټن غواړي چې د دې نه مخکې د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره مهال ویش وټاکي، په ټولو اړخونو سره موافقې ته ورسیږي. همدا وجه ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ پاکستان ته لاړ او هلته یې د پاکستان د مشرانو سره یو ځلې بیا د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړی.​

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات د زلمي خلیلزاد د وروستي سفر نه وروسته په خپلې یوې اعلامیې کې د افغانستان سولې ته خپله ژمنتیا تکرار کړیده او ویلي یې دي چې ټولې خواوې به د دې اوږدې شخړې د ختمیدو د چانس نه گټه پورته کړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه قبایلي سیمو ته د یوې وروستۍ دورې په مهال وویل چې په افغانستان کې د سولې لپاره خپله برخه رول لوبوي.

باجوه وویل: "پداسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خپل مثبت رول لوبولو ته دوام ورکړیدی، خو بیا هم مونږ هر ډول حالاتو سره مخامخ کیدو ته تیار یو. د سولې لپاره مو د افغانستان سره په پولې کټارې لگولې دي."

تر دې مخکې هم امریکايي چارواکو له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې طالبان د سولې خبرو ته کینوي. پاکستاني چارواکو دا خبره هم کړې وه چې طالبان هغوی د خبرو میز ته راوستل.

د یادونې وړ ده چې امریکا او افغانستان پرله پسې په پاکستان تورونه لگولې دي چې په خپله خاوره یې ترهگرو ته پناهځایونه ورکړیدي او د هغوي ضد اقدامات نه کوي. پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چې د ترهگرۍ ضد جگړه کې یې ډیرې قربانۍ ورکړیدي.

XS
SM
MD
LG