د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر راتلونکو پلانونو غږېدلی


ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول خوښ دي
ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول خوښ دي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې یو دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د اسلام اباد-کابل د اړیکو پر اهمیت خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره خپل اوم سفر پرون یکشنبه د «جون پر۲مه» له پاکستان څخه پيل کړ.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت نن دوشنبه (جون۲) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې ښاغلی خلیلزاد د پاکستان له صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره پر افغان سولې غږېدلی دی.

بیان وايي نوموړي له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې بهیر د تېرې میاشتې پر مختګونو او راتلونکو پلانونو خبرې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي "هغه یادونه وکړه چې د امریکا متحده ایالات د سولې پروسې په مخ بېولو کې د پاکستان د رول ادا کولو څخه په مسلسل ډول خوښ دی او د پاکستاني چارواکو سره یې د زیاتو مثبتو ګامونو پورته کولو په اړه بحثونه کړي دي."

اعلامیه وايي، تلپاتې سوله به د افغانستان او پاکستان له پرمختګ سره مرسته وکړي. زلمي خلیلزاد د تېرې پنجشنبې په ورځ پر افغان سولې د بحث لپاره د افغانستان په ګډون سیمې او اروپا ته خپل اوم سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړی به د روانې جون میاشتې تر ۱۶ نېټې افغانستان، پاکستان، قطر، بلجیم، جرمني او دوبۍ ځي. پر همدې مهال زلمي خلیلزاد هم د خپل روان اوم سفر اصلي هدف د افغان سولې په اړه د روانو خبرو ګړندي کول بللي دي.

ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد به دغو هېوادونو ته له سفر وروسته د قطر مرکز دوحه کې له طالبانو سره پر افغان سولې وغږېږي.

XS
SM
MD
LG