د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د تداوم په اړه خبرداری ورکړ

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د استازولۍ مرستیاله ټمي بروس
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د استازولۍ مرستیاله ټمي بروس

نړیوالې سولې او امنیت ته د ترهګریزو فعالیتونو له کبله ورپېښ ګواښونه؛ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د د پنجشنبې د ورځې (اګست پنځمه) په غونډې کې د همدغو ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په اړه ویناوې وشوې.

په دغه سازمان کې د متحدو ایالتونو د استازولۍ مرستیالې ټمي بروس خپلې خبرې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا په نوې اعلان شوې تګلارې پیل کړه، چې په خبره یې درې عمده لومړیتوبنه په ګوته کوي: د نشه يي توګو ترهګرې او سازمان شوې ډلې، اسلامپاله مورثي ترهګر او خشن کیڼ اړخه افراطیان.

هغې په خپلې وینا کې وویل چې له ترهګرو ډلو سره مبارزه لا هم د متحدو ایالتونو لومړیتوب ګڼل کېږي.

ټمي بروس وویل: «په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت، القاعدې او د هغوی سره د تړلیو شبکو سره مبارزه لا هم عمده لومړیتوب دی. دغه ډلې له بې ثباتې څخه ګټه پورته کوي- دا په ساحل کې د القاعدې له لاسته راوړنو، په افریقا کې د داعش د مخ په زیاتیدونکي تمرکز او په افغانستان کې د داعش-خراسان دوامداره ګواښ څخه جوت دي.»

ټمي بروس هغه هېوادونه وستایل چې د عملیاتونو او مالي اقداماتو هڅو یې په عراق، سوریې او سومالیا کې د داعش ډله او القاعده محدوده کړې ده.

په دغې غونډې کې د پاکستان او چین استازو ادعا وکړه چې په افغانستان کې یو شمېر ترهګرې ډلې ازاد فعالیتونه او خوندي ځایونه لري او سیمې ته یې ګواښ پېښ کړی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد وویل: «په افغانستان کې وضعیت لا هم د ډېرې اندیښنې وړ دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، یو شمیر ترهګرې ډلې په هغه هیواد کې په مخ په زیاتېدونکي ازاد چاپيریال کې وده کوي. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لکه د پاکستان طالبانو غورځنګ، د بلوڅ ازادۍ پوځ، مجید بریګېډ یې، د داعش خراسان او نورو څانګو ته یې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او القاعدې اړوندو څانګو ته خوندي پناه ځایونه شته دي.»

د پاکستان استازي د خپل حکومت دا ادعا بیا تکرار کړه چې ځینې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د پاکستان په ضد پلانونه جوړوي او تطبیقوي.

په غونډې کې د چین د استازولۍ شارژدافیر سون لي هم تقریبآ د پاکستان د استازي ادعا بدرکه کړه.

هغه وویل چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو موجودیت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته جدي ګواښونه دي او په خبره یې له افغانستان څخه د باندې د بریدونو لپاره خپل توان زیاتوي.

دوی په ګډه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ سره په مبارزې کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق امریکا غږ ته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودیت د اندېښنې وړ بللی دي.

خو ښاغلي فایق وویل چې افغانستان په تېر وخت کې هم د تروریزم قرباني و او اوس هم دی، چې په خبره یې باید د ترهګرۍ سره مبارزه له افغانستان څخه د باندې هم وشي. د هغه اشاره پاکستان ته وه، چې د مخکني حکومت چارواکو په وار وار د ترهګرو ډلو او وسله والو طالبانو په پاللو او ساتلو تورن کړی دی.

ملګري ملتونه د افغان طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او نه یې کوم استازی په دغه سازمان کې شته. خو د طالبانو حکومت تر دې مخکې د پاکستان د ادعا په ګډون د نړیوالو ادارو هغه راپورونه رد کړي وو چې ګنې په افغانستان کې ترهګرې ډلې پناه ځایونه لري. طالبان دا ډول راپورونه یو اړخیز بولي او وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG