د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن: منځني ختیځ کې خلا نه پریږدو چې چین او روسیه یې ډکه کړي


د متحده ایالاتو جمهور رئیس حو بایډن جمعه جولای ۱۵ (چنګاښ۲۴) په جدې کې د سعودي عربستان د باچا سلمان او د ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

د سفر هدف د ایران د ګواښ په مقابل کې د اسرائیل امنیت قوي کول، په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د نفوذ اعاده کول او د سعودي عربستان سره ګډ کار کول دي.

ښاغلي بایډن د سعودي چارواکو سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل، "مونږ په منځني ختیځ کې خلا نه پریږدو چې روسیه او چین یې ډکه کړي او مونږ یې نتیجې هم وینو".

ښاغلي بایډن د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره د کتنې په اړه وویل چې د سعودي ولیعهد ته یې ویلي چې هغه د خاشقجي د وژنې مسؤول ګڼي، خو هغه زیاته کړه چې محمد بن سلمان د دغه خبریال په وژنه کې لاس لرل رد کړي او ژمنه یې کړې چې د دې قتل عاملین به ونیسي.

د امریکا جمهور رئیس وویل: "ما خپل نظر روښانه کړ، ما په واضح ډول وویل، د بشري حقونو په مسله کې د امریکا د یو ولسمشر چوپتیا له دې سره مطابقت نه لري چې موږ څوک یو او زه څوک یم."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس تر سعودي وړاندې اسرائیل ته تللی و او هلته یې د صدراعظم یاییر لاپیډ سره د پنجشنبې په ورځ یو ګډ تړون لاسلیک کړ چې ایران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي. دا تړون د امریکا او اسرائیل ترمنځ د یووالي څرګندونه کوي. امریکا او اسرائیل تل د ایران د اتومي وسلو د پروګرام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اسرائیل صدراعظم لاپیډ له ښاغلي بایډن سره تر ملاقات وروسته وویل چې هېڅ مسلح ایراني به اتومي وسله ونلري.

ښاغلي بایډن همدارنګه د تل ابیب څخه د سعودي پایتخت ریاض ته مستقیم پرواز وکړ او پدې سره د اسرائیل څخه سعودي عربستان ته د الوتکو په پرواز بندیز هم پای ته ورسید. د ریاض دا اقدام د اسرائیل سره د اړیکو تودوالی پداسې حال کې څرګندوي چې دواړه یې د تهران پر ضد لاس یو کوي.

سره لدې چې سعودي عربستان او اسرائیل یو بل په رسمیت نه پيژني خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس د سعودي لخوا د اسرائیل څخه د هغه الوتکې ته د مستقیم پروزا جازه ورکول "ستر اقدام" وباله او هیله یې وښوده چې دا اقدام به بالاخره د سعودي او اسرائیل تر منځ د اړیکو د پراخیدو سبب شي.

ښاغلي بایډن همدارنګه خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي سلمان او محمد بن سلمان سره په ملاقات کې یې د سعودي عربستان د امنیت په اړتیاوو خبرې کړي.

هغه زیاته کړه، " د ایران او د هغوي د ګوډاګیانو لخوا خطرونو په نظر کې نیولو سره، مونږ د سعودي عربستان د امنیت په اړتیاوو وغږیدو چې د سلطنت دفاع وکړي".

د متحده ایالاتو جمهور رئيس همدرانګه په سرې بحیرې کې د تیران ټاپو څخه د څو ملیتي نړیوالو سوله ساتونکو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ او پدې سره یې ددې ټاپو کنټرول چې څو لسیزې کیدې د سعودي، مصر، اسرائیل او اردن تر منځ پرې وخت ناوخته جنجال کیده، ریاض ته وسپاره.

سعودي ته د دې ټاپو د سپارلو په موافقې کې هم متحده ایالاتو منځګړتوب کړی و.

د متحده ایالاتو په ګډون د ګڼ شمیر هیوادونو سوله ساتي ځواکونه د ۱۹۷۸ کال راپدیخوا پدې ټاپو کې دیره و خو د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ځواکونه به د روان کال تر پایه ووځي او دا سیمه به د سیاحت، پرمختګ او سولې د هلو ځلو لپاره پرانیستل شي.

د امریکا جمهور رئیس داسې یو هیواد ته په سفر تللی چې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې د لاس لرلو له کبله ښاغلي بایډن سعودي عربستان ته د "اجنبي" هیواد نوم ورکړی و. جو بایډن د سعودي عربستان په هکله دا څرګندونې هغه وخت کړې وې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید و.

وروسته تر هغه چې جمهور رئیس جو بایډن انتخابات وګټل د متحده ایالاتو حکومت د استخباراتي ادارو هغه راپور هم خپور کړ چې پکې ویل شوي و د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو اصلي طرحه جوړوونکي و.

XS
SM
MD
LG