د لاس رسي وړ اتصالات

د تاوتریخوالي کمولو اونۍ کې د تاوتریخوالې پېښې


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو اونۍ په جریان کې د افغان سرتېریو او طالبانو په ګډون ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد کمېسیون نن شنبه «فبرورۍ پر ۲۹مه» پخپل راپور کې ویلي چې دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، بادغیس، کاپیسا، بلخ، فاریاب، سمنګان، بغلان، غور، ارزګان، فراه، زابل، کندهار، هلمند، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ په جریان کې د مخامخ نښتو، سړک غاړې ماین چاودنو، راکټ فیرونو او نورو پېښو له امله رامنځته شوې ده.

د بشري حقونو کمېسیون راپور وايي، د یادې اونۍ په جریان کې د وسله والو نښتو او ماین چاودنو وله امله ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوی دي.

راپور همدارنګه زیاتوي چې په دغه موده کې د تاوتریخوالي له امله ۲۲ افغان سرتیري وژل شوي او ۲۳ نور هم ټپیان شوي دي.

بیان زیاتوي چې د دوی د معلوماتو په اساس په یاده موده کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې په اساس په افغانستان کې د کب له دریمې څخه بیا د همدې میاشتې تر نهمې نېټې پورې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پیل شوې وه چې تېره شپه پای ته ورسېده.

د افغان حکومت یوې سرچینې تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې په دغه موده کې په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې تر ۸۵ سلنې پورې کمووالی راغلی و.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همدارنګه زیاته کړې چې د تاوتریخوالي د کمولو څخه مخکې اونۍ کې ۷۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې د یاد کمېسیون په وینا د تاوتریخوالي کمولو په اونۍ کې د تاوتریخوالي کمېدو کچه ۲۸ سلنه کم شوی و.

راپور وايي چې د تاوتریخوالې دغه پېښې زیاتې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ په دوهمه او دریمه ورځ رامنځته شوي دي.

افغان امنیتي ارګانونو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه دې کړې.

بلخوا ټاکل شوې نن په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې یوه تاریخې تړون هم لاسلیک شي چې په همدې مناسبت د دواړو لخوا په افغانستان کې د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو باندې هوکړه شوې وه.

بلخوا رویټرز خبري اژانس د طالبانو د ویاند له قوله ویلي چې دغه ډلې خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې نن شنبه هم په افغانستان کې له هر ډول بریدونو څخه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG