شپاړلس کلن برکستون مورال به ډېر ژر له ښوونځي څخه فارغ شي او له دغه فراغت څخه څو ورځې وروسته به د هارورډ پوهنتون څخه هم خپل د لیسانس سند ترلاسه کړي.
د اسوشیتډپرس خبري اژانس وايي چې برکستون د ښونځي لومړنی زده کوونکی دی چې په یو وخت د لیسې او پوهنتون سندونه ترلاسه کوي.
د هغه پلار کارلوس مورال وايي د خپل زوی په فوق العاده استعداد هغه وخت پوه شو، چې برکستون د درېیم ټولکي زده کوونکی و.
هغه وویل د ښونځي استادانو ورته وویل چې زوی یې فوق العاده استعداد لري او باید د هغه د استعداد د غوړولو لپاره ډېر کار وشي. هغه چې کله په ښونځي کې و د هارورډ پوهنتون هم ورته داخله ورکړه.
برکستون د کنزانس په ایالت کې درس وايي او په ورته وخت کې د هارورډ په پوهنتون کې انلاین زده کړې هم کوي.
برکستون د پوهنتون په هغه پروګرام کې درس وايي چې د ډېر عمر لرونکو او هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې ډېر بوخت دي او پوهنتون ته تګ او راتګ نشي کولی.
ټاکل شوې چې هغه به د ۲۰۱۹ کال د مۍ په میاشت کې په دولت پوهنې کې خپل لیسانس واخلي. هغه هیله لري چې په هارورډ پوهنتون کې حقوق هم ولولي.