په کابل کې د امریکا سفارت په خپل رسمي ویبسایټ او رسمي فیسبوک کې افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د انټرنیټي جعلکارانو ښکار نشي.
د امریکا د سفارت په دغه خبرداري کې ویل شوي دي چې انټرټني جعلکاران هڅه کوي چې له خلکو سره د "مینې، دوستۍ او یا انلاین تجارت،" لپاره د تیلیفون، ایمیل او ټولنیزو رسنیو له لارې تماس ونیسي او بیا ترې پېسې غواړي.
د امریکا سفارت افغانانو ته خبرداری ورکړی دی، هغه کسان چې نه يې پېژني، باید پېسې ونه لیږي او نه هم ورسره تماسونه ټېنګ کړي.
د امریکا سفارت وايي چې دا انټرنټي جعلکاران خلکو ته ځانونه د امریکا د ځواکونو غړي، قراردادیان، دپلوماتان او د نړیوالو سازمانونو کارکوونکي معرفي کوي.
وايي انټرنټي جعلکاران دومره ماهر دي چې د خلکو د دوکه کولو لپاره له هغوی سره د تماس نیولو په خاطر اونۍ او میاشتې وخت لګوي.
د امریکا سفارت وایي کله چې انټرنټي جعلکاران د خپلو ښکار شویو مشتریانو اعتماد ترلاسه کړي، بیا د هغوی خواخوږي خپلوي او پېسې ترې غواړي.
وايي که څوک له داسې کوم کس سره مخامخ کیږئ نژدیو امنیتي ارګانونو ته او یا د امریکا د فدرال د انټرنټي جرمونو څانګې ته خبر ورکړئ.
د امریکا سفارت نه دي ویلي چې څومره افغانان له دې لارې دوکه شوي دي، خو وايي چې ډېر شکایتونه یې ترلاسه کړي دي.