د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سیاستوال د "فیس آپ" په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه


امریکایي سیاستوال وايي ښايي له دې لارې حساس معلومات غلا شي
امریکایي سیاستوال وايي ښايي له دې لارې حساس معلومات غلا شي

د متحدو ایالتونو په سنا کې د نیویارک استازي "چک شومر" د فدرال تحقیقاتي ادارې وغوښتل چې په روسیې کې د جوړ شوي (فیس آپ) په اړه تحقیقات وکړي.

فیس آپ دوه کاله مخکې بازار ته راووت او دا مهال په ګوګل پلې سټور کې تر ټولو ډېر ډاونلولډ شوی اپلیکیشن دی چې څه باندې ۱۰۰میلیونه کاروونکي لري.

د تکنالوژۍ په مټ په دغه اپلیکیشن کې که تاسو خپل اوسنی تصویر واچوی، تاسو ته ستاسو د څو کلونو او څو لسیزو وروسته مشابه تصویر جوړوي.

دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې د نړۍ له مشهور لوبغاړو نیولې تر عادي خلکو پورې ټولو په فس آپ کې خپل تصویرونه جوړ کړي او خپاره کړي دي.

خو سناتور چک شومر د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۱۷) د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتي ادارې او د سوداګرۍ فدرال کمیسیون څخه وغوښتل چې د فیس آپ پورې تړلې " د ملي امنیت او شخصي حریم ته د خطر" مسئلې وپلټې.

هغه وویل" د فیس آپ موقعیت، چې روسیه کې دی، یو لړ پوښتنې پيدا کړي دي چې څنګه او کله دا شرکت نورو شرکتونو ته د امریکايي وګړو په اړه معلومات ورکوي. ښايي دا شرکت بهرنیو حکومتونو ته هم د امریکايي اتباعو په اړه معلومات ورکړي وي. "

ښاغلي شومر اندېښنه وښوده که د فس آپ له لارې د "امریکایي وګړو حساس معلومات خطرناکو انټرنټي او نورو ډلو ته په لاس ورغلي وي،" ستونزې به جوړې کړي.

د فس آپ جوړونکی شرکت (وایرلیس لب) نومیږي او مسکو ته نژدې په سکولکوو کې موقعیت لري.

XS
SM
MD
LG