د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: خامنه يي باید خپلو خبرو ته پام وکړي


TRUMP IRAN
TRUMP IRAN

د امریکا او ایران د مشرانو ترمنځ په تازه لفظي شخړو کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټویټر کې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي ته خبرداری ورکړی چې "خپلو خبرو ته پام وکړي. "

خامنه یي پرون (جنورۍ ۱۷) د جمعې په لمانځه کې وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو دولت "شریر" دی او د ایران له ملت څخه د امریکايي چارواکو ملاتړ "دروغ" دي.

ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي: "په اصطلاح د ایران د مشرتابه لوړپوړی مقام چې نور معظم نه دی، د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپا په هکله یې ناوړه خبرې کړې دي."

ولسمشر ټرمپ په یو بل ټویټر کې په فارسي ژبه لیکلی دي، "د ایران ملت د یو داسې دولت لایق دی چې د هغوی د وژلو پر ځای د هغوی هیلې پوره کړي."

ولسمشر ټرمپ له ایراني مشرانو څخه غوښتي ددې پر ځای چې ایران د ویجاړۍ په لوري راکاږي، باید ویره اچول یوې خوا ته پریږدي او ایران دې بیرته لوی کړي.

د سپاه پاسداران قدس ډلې د مشر قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ زیات شو.

تیره اونۍ هم ولسمشر ټرمپ وویل چې "قاسم سلیماني د نړۍ لومړی درجه ترهګر" وو.

نور جزیات په دې رپوټ کې وګورئ:

ټرمپ: خامنه يي باید خپلو خبرو ته پام وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
XS
SM
MD
LG