د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: د ناټو پر یو غړي برید پر ټول سازمان برید دی


د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس وايي هېواد یې د خپلو متحدینو امنیت ته کلک ژمن دی.

نوموړي وویل چې واشنګټن پر خپلو متحدینو د احتمالي بریدونو د مخنیوي او د غړو د امنیت لپاره قوي اراده لري.

ښاغلي پنس د استونیا، لاتویا او لیتوانیا له ولسمشرانو سره تر ملاقات وروسته د استونیا په مرکز تالین کې خبریالانو ته "زموږ پر یو غړي برید پر موږ ټولو برید دی".

دغه درې هېوادونه د ناټو غړي دي او استونیا دا مهال د دغه سازمان مشري کوي. نوموړي وویل امریکا او د بالکان حوزې هېوادونه د سوداګریزو او تجارتي اړیکو د لا پراخولو هلې ځلې کوي، دا مهال د هغه په خبره د دواړو خواو ترمنځ تجارت او سوداګري ۳.۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي.

مایک پنس داسې مهال دا خبرې کوي چې ولسمشر ټرمپ څو وارې ناټو یو منسوخ شوی سازمان وباله او ويې ویل چې له ناټو سره د امریکا همکاري د نورو غړو هېوادونو په مالي ونډو او مرستو پورې تړلې ده.

ښاغلي ټرمپ له نورو غړو غوښتي چې لږ تر لږه د خپلو عوایدو دوه فیصده ناټو ته ورکړي. ټاکل شوې چې ښاغلی پینس په استونیا کې د امریکا، برتانیا او فرانسې له ځواکونو سره هم وویني.

ناټو د بالکان په حوزې کې شاوخوا ۴۰۰۰ عسکر، نظامي تجهیزات او وسایل ځای په ځای کړي دي، د دغه کار هدف په سیمه کې د روسیې د مخ پر زیاتېدونکي نظامي نفوذ مخنیوی ښودل کیږي.

ناټو له ۲۰۰۱ راوروسته د نړیوال تروریزم په ضد جنګ کې په افغانستان کې ماموریت کوي، په ۲۰۱۴ کال کې د دغه سازمان جنګي ماموریت ختم شو او اوس د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي او تجهیزوي.

په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت ډېره برخه امریکايي ځواکونه تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG