د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د مېشتو افغانانو په اړه د طالبانو، ایران او ملګرو ملتونو 'غونډه'


په تهران کې د کډوالو یوه اداره چې افغانان یې مراجعین دي
په تهران کې د کډوالو یوه اداره چې افغانان یې مراجعین دي

د طالبانو حکومت وايي چې په ایران کې افغانان له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي‌ دوی پلان لري چې د ایران او ملګرو ملتونو سره په ګډه یوه درې اړخیزه غونډه وکړي چې دا ستونزې حل شي.

ارسلا خان خروټی د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي په مشرۍ ایران ته په تللي پلاوي کې شامل و.

ښاغلي خروتي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د لازمو سهولتونو د نشتوالي یادونه وکړه او ویې ویل چې ډیر افغان کډوال ډیرو اساسي خدمتونو ته لاس رسی نلري.

ښاغلي خروتي وویل "مثلآ بانکي حساب ته دوی لاسرسی نلري ، د ټیلیفون د سیم کارت په اخیستلو کې مشکل لري، د موټر په اخیستلو کې،همدغسې په ولایتونو کې د یو ولایت څخه بل ولایت ته په رفت او امد کې دوی ستونزې او مشکلات لري او هغه افغانان چې په ښارونو کې ګیر شوي دي نیول شوي دي پرته له دې چې د خپلې کاري ساحه کې یې د کار حساب شي هغوی افغانستان ته رد مرز شوي دي . ډیرې داسې کورنۍ شته چې په ایران کې دي او غړي یې افغانستان ته را اړول شوي دي".

د طالبانو د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت معین وویل، چې په دې مسئلو یې د ایراني چارواکو سره په تفصیل خبري کړي دي.

نوموړي همدغه راز په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د افغانستان د تذکرو د ویشلو په سر،چې دافغانستان د مخکني حکومت او ایران ترمنځ د موافقې له مخې دا لړۍ روانه وه، هم انتقاد وکړ او ویې ویل، چې د دغه میکانیزم سره یې خپل مخالفت ایراني چارواکو ته رسولی دی.

هغه وویل، چې د دې مسلې او د افغان کډوالو د نورو ستونزو په سر د خبرو لپاره د دغه وزارت، ایران او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د چارواکو ترمنځ د یوې درې اړخیزې غونډې په جوړولو یې ایراني چارواکو سره موافقه کړې ده.

ښاغلي خروتي وویل " په دې باندې موافقه وشوه، چې په راروانه میاشت کې به مونږ د مهاجرینو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت او د یو این اچ سي ار اداره به په شریکه یوه غونډه ولري او ددې لپاره به مناسبه حل لاره ولټوي."

په ایران کې یوې میشتې افغان زده کوونکې شکیلا مرید امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغه هیواد کې څلور ‌ډوله افغان کډوال اوسیږي. په لومړۍ کتګورۍ کې هغه افغانان شامل دي، چې پاسپورت اوویزې لري، په دوهمه کتګورۍ کې د اوسیدلو کارتونه لري. هغه وايي چې په درېیمه کتګورۍ کې هغه افغانان شامل ديد زده کړو ویزې لري او څلورمه کتګوري کې بیا هغه افغانان دي چې ایران کې د اوسیدلو هیڅ اسناد نلري.

شکیلا مورید وویل "ایران یو داسې هیواد دی، چې پخپله د بندیز او اقتصادي ستونزو سره مخامخدی د کډوالو لپاره هم شرایط سخت شوي دي د کار بازار ورته نشته په ځانګړي ډول بهرنیانو ته خو اصلآ وجود نلري هغوی چې د همایش یا اوسیدنې کارتونه لري هم د کار او شغل د ستونزو سره مخ دي."

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د رسنیو پخوانی سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د ایران او پاکستان ترمنځ د افغانانو د تګ راتګ بهیر د نورو کلنو په څیر تیرکال هم دوام درلود.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ یواین اچ سي ار د معلوماتو پر اساس نږدې یو میلیون افغان کډوال په ایران کې د مهاجرت په قانوني اسنادو ژوند کوي، خو د دغه شمیر نږدې یو نیم میلیون نور په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

د مهاجرت نړیواله اداره آی او ایم وايي، چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال په اوږدو کې له یو میلیون او سل زرو زیات څخه زیات افغانان له دوه ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې له یو میلیون زیاد یې له ایران څخه وطن ته تللي دي.

همداشان د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍویلي دي چې تیر کال شاوخوا ۵۰۰زره افغانان ایران ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG