د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني اروپايي ټولنې ته: د بلاروس پر ولسمشر بندیز ولګوئ 


جرمني بلاروس تورنوي چې د مظاهره چیان ځپلي او نیولي دي
جرمني بلاروس تورنوي چې د مظاهره چیان ځپلي او نیولي دي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له اروپايی ټولنې وغوښتل چې د بلاروس په ولسمشر الګساندر لوکاشینکو باندې بندیز ولګوي.

اروپايي ټولنې وار د مخه د بلاروس په ۴۰ چارواکو باندې د سفر بندیزونه لګولي او د هغوی شتمنۍ یې کنګل کړي دي.

اروپايي ټولنه ولسمشر لوکاشینکو او نور چارواکي تورنوي چې مظاهره چیان یې ځپلي او نیولي ‌دي.

د جرمني‌ د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشرانو په یوې غونډې کې وویل: «د لوکاشینکو د رژیم له لوري له [مظاهره چیانو] سره زور زیاتی روان دی. سوله ایز مظاهره چیان لا هم نیول کیږي. زما وړاندیز دا دی چې نوي بندیزونه ولګوو او لوکاشینکو باید په دغه لست کې وي.»

په بلاروس کې له شاوخوا لسو اونیو راهېسې مظاهرې روانې دي. مظاهره کوونکي د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایلې نه مني او ادعا کوي چې په ټاکنو کې درغلي‌ شوې ده.

الګساندر لوکاشینکو د اګست د نهمې ورځې د ټاکنو د ګټلو ادعا کړې ده.

په تازه مظاهرو کې پولیسو اوښلن ګاز او نور وسایل کارولي چې مظاهره چیان خواره واره کړي. مظاهره کوونکي د ولسمشر استعفا او د سیاسي بندیانو ازادېدل غواړي.

د مینسک پولیس وايي چې په تازه پېښو کې یې لسګونه مظاهره کوونکي یې نیولي دي. تر دې مخکې یې هم سلګونه کسان نیولي وو.

تازه مظاهرې او تاوتریخوالي د لوکاشینکو او یو شمېر سیاسي بندیانو ترمنځ‌ له ملاقات وروسته شويدي. د لوکاشینکو دفتر وايي چې ولسمشر غوښتل د ټولو غاړو خبرې او نظریات واوري.

ښاغلی لوکاشینکو ادعا کوي چې ۸۰سلنه رایې یې ګټلې دي.‌ هغه له شاوخوا ۲۶ کلونو راهېسې په واک دی.

په ټاکنو کې د لوکاشینکو تر ټولو مهمه مخالفه سیاستواله «سویتلانا تیکانوفسکیا د ځان ژغورنې لپاره» له هېواد څخه تښتېدلې ده او په لیتوانیا کې اوسیږي.

ښاغلي لوکاشینکو تور لګوي چې د لویدیځ‌ په لمسون دا مظاهرې پیل شوي دي او ناټو د بلاروس سرحد ته نژدې سرتېري ځای په ځای کړي دي. خو ایتلاف دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG