د لاس رسي وړ اتصالات

بلاروس د حکومت ضد خبریال نیولو لپاره یوه الوتکه په "زوره" کینولې 


د راین هوايي شرکت دا کار د الوتکې تښتول بللي
د راین هوايي شرکت دا کار د الوتکې تښتول بللي

د اروپايي ټولنې یو شمېر مشرانو د بلاروس له لوري د حکومت د یو "منتقد خبریال" د نیولو لپاره په زوره د یوې الوتکې کینول غندلي دي.

د اروپايي ټولنې مشرانو دا کار «تروریستي‌ عمل او د الوتکې تښتول» بللي دي.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي۳) شوې ده. د «ریان هوايي شرکت» چې په ایرلنډ کې دی وایي‌ چې الوتکه د یونان څخه لیتوانیا ته روانه وه چې د بلاروس په هوايي حریم کې راګرځول شوې ده.

دغه هوايي شرکت وايي‌ چې د بلاروس د هوايي چلند ادارې د الوتکې کارکوونکو ته ویلي‌ چې په الوتکه کې بمب دی او باید د مینسک هوايي ډګر کې راښکته شي.

په ډراماتیک ډول د بلاروس میک-۲۹ (MiG-29) جټ الوتکې دا الوتکه هوايي ډګر ته بدرکه کړې ده.‌

د اروپايي ټولنې ځينو مشرانو دا د بلاروس د ولسمشر الګساندر لوکاشینکو « د زور ښودنې شرمناک عمل» ګڼلی دی. لوکاشینکو له شاوخوا ۲۵ کلونو راهېسې د بلاروس ولسمشر دی.

راپورونه وایي‌ چې د الوتکې د ښکته کېدو اصلي هدف د حکومت د یو منتقد خبریال رامان پراتاسیویچ نیول وو.

هغه د «نیکسټا» په نامه د تیلیګرام د پیغامونو د لېږدولو د یو آپ له بنسټګرانو څخه و.

د پراتاسیویچ آپ د لوکاشینکو په ضد د مظاهرو په تنظیمولو کې مهم رول لوبولی و. د بلاروس چارواکو د ښاغلي پراتاسیویچ په ضد د افراطیت او بغاوت تورونه ثبت کړي‌ چې له کبله یې ۱۵ کاله بندي کېدای شي.

سیاسي ډلو بلاروس کې تېر انتخابات له درغلیو ډک وبلل او په ضد یې مظاهرې وکړې چې ۳۴۰۰۰ کسان ونیول شول.

په الوتکه کې یو مسافر وویل کله چې الوتکې ته د کیناستو وویل شول پراتاسویچ اوتر او وارخطا شو. یو مسافر وویل چې الوتکه هوايي ډګر کې له ښکته کېدو وروسته یو ساعت ناسته وه او بیا مسافرو ته وویل شول چې ښکته شي. وایي پراتاسویچ یې بیا ونه لیده.

اروپایي ټولنې د بلاروس دا کار په سختو ټکو غندلی دی. د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسولا وان دی لین دا عمل د« د الوتکې تښتول» بللی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دا یوه حیرانوونکې پېښه ګڼلې ده. د اروپايي ټولنې ځینو نورو مشرانو بیا د بلاروس دا کار «تروریستي عمل» یاد کړی دی.

د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي‌ چې دا کار یې د نړیوالو اصولو په مطابق کړی دی.

د ښاغلي لوکاشینکو د مطبوعاتو دفتر وايي کله چې ولسمشر خبر شو چې الوتکه د بمب له ګواښ سره مخامخ ده، لارښوونه یې وکړه چې یوه جټ الوتکه یې بدرکه کړي. خو په الوتکه کې بمب نه دی موندل شوی.

د «ریان هوايي شرکت» په مینسک کې د خپلې الوتکې کینول د «دولت په ملاتړ د الوتکې تښتول» بللی دی.

اروپايي ټولنې وار د مخه د انتخاباتو د پایلو په ضد د مخالفو مظاهره کوونکو د نیولو له کبله د بلاروس په ځینو چارواکو بندیزونه لګولي او شاید نور یې هم ولګوي.

XS
SM
MD
LG