د لاس رسي وړ اتصالات

بلاروس د حکومت سیاسي مخالفین له هېواد څخه شړي


د بلاروس د اپوزیسیون یوه مشره ماریا کولیسنیکووا
د بلاروس د اپوزیسیون یوه مشره ماریا کولیسنیکووا

د بلاروس د اپوزیسیون یوې مشرې ماریا کولیسنیکووا د سه شنبې په ورځ، سپټمبر اتمه د هغه هیواد د چارواکو هغه هڅه ناکامه کړه چې غوښتل یې هغه جبراً اوکراین ته وشړي.

په بلاروس کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو له اعلان نه وروسته، چې په ترڅ کې یې جمهور رئیس لوکاشینکو د شپږم ځل لپاره ګټونکی اعلان شو، پراخې مظاهرې روانې دي. حکومت د مظاهرو د پای ته رسولو په خاطر هڅه کوي چې د اپوزیسیون مشران او فعالین وځپي.

د سه شنبې په ورځ مقاماتو ماریا کولیسنیکووا او د حکومت دوه نور مخالف مشران ایوان کراوتسوف او انتون رودنینکوف د اوکراین سره د بلاروس سرحد ته بیولي وو چې له هیواد نه یې وباسي. کراوتسوف او رودنینکوف یې له پولې واړول، خو د ماریا په شړلو کې بریالي نشول.

د راپورونو له مخې میرمن ماریا کولیسنیکووا خپل پاسپورت له منځه یووړ او د هیواد څخه د وتلو په وړاندې یې مقاومت وکړ. د بلاروس د سرحدي ګارد د کمیټې ویاند انتون بیچکوویسکي تائید کړې ده چې میرمن کولیسنیکووا د بلاروس مقاماتو سره په توقیف کې ده.

دغه درې واړه فعالان د هماهنګۍ د شورا غړي دي چې د اپوزیسیون له خوا د جمهور رئیس لوکاشینکو سره د واک د انتقال پر سر د خبرو لپاره ټاکل شوي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت مرستیال انتون ګیراشچینکو په خپل فیسبوک کې لیکلي چې د سه شنبې په ورځ له سرحد نه اوښتل په خپله خوښه نه بلکې له هیواد نه په زور شړل وو.

د بلاروس د حکومت مخالفه مشره سوتلانا چیخانوفسکیا چې ددې هیواد په انتخاباتو کې د لوکاشینکو په وړاندې کاندیده وه د اګست د نهمې نیټې له انتخاباتو څخه یوه ورځ وروسته د حکومت د فشار په نتیجه کې ګاونډي هیواد لیتوانیا ته لاړه. هغې د اروپایي ټولنې له هیوادونو غوښتي چې ددې هیواد له «درغلیو ډکو» انتخاباتو پایلې په رسمیت ونه پیژني.

میرمن چیخانوفسکیا د امریکاغږ سره په مرکه کې ویلي چې غواړي د لوکاشینکو د مخالفت سره سره د نویو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره مبارزه وکړي. هغې زیاته کړې چې: «زمونږ پلان څرګند دی. د نویو شفافو او مناسبو انتخاباتو سازمان کول دي.»

د یوې میاشتنیو مظاهرو په ترڅ کې د بلاروس مقاماتو شاوخوا ۷۰۰۰ مظاهره کوونکي بندیان کړي دي او څه ناڅه څلور تنه په مظاهرو کې وژل شوي دي.

د بلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو چې د ۱۹۹۴ کال راهیسې واکمن دی ادعا کړې ده چې د اګست د نهمې نیټې په انتخاباتو کې یې ۸۰ فیصده رایې ګټلې دي؛ هغه انتخابات چې د درغلیو له ادعاوو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG