د لاس رسي وړ اتصالات

یوګاندا ۲۰۰۰ افغان کډوال مني


امریکا له یوګاندا څخه غوښتي چې په موقت ډول افغان کډوال ومني
امریکا له یوګاندا څخه غوښتي چې په موقت ډول افغان کډوال ومني

د یوګاندا حکومت نن سه شنبه اګست ۱۶ (زمري۲۵)‌ اعلان وکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو هغه غوښتنه یې منلې ده چې ۲۰۰۰ افغان کډوال په موقت ډول ومني.

یوګاندا د افریقا په لویدیځ کې ده او دا مهال شاوخوا ۱.۴ میلیون کډوال په دغه هېواد کې اوسیږي. په دوی کې یې ډېر هغه خلک دي چې د جګړو له کبله یې خپل هېوادونه پرېښي او تښتېدلي‌ دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي ‌چې د یوګاندا د کډوالو او طبعي پېښو سره د مبارزې وزیرې «ایشتر انیاکون داوینیا» خبریالانو ته وویل چې د امریکا حکومت تېره ورځ د یوګاندا له ولسمشر څخه دا غوښتنه کړې وه او هغه ورسره منلې ده چې ۲۰۰۰ افغان کډوال به هلته انتقالیږي.

مېرمن داوینیا وویل چې دا بهیر به موقت وي. هغه زیاته کړه: « تر څو چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت هغوی (افغان کډوال) په بل ځای کې مېشت کوي، تر دریو میاشتو پورې به دلته وي.»

معلومه نه ده چې دا افغان کډوال به کله یوګاندا ته انتقالیږي‌ او رسیږي.

البانیا او کوسوو هم د امریکا د متحدو ایالتونو غوښتنې منلې دي چې په موقت ډول به افغان کډوال مني.

د طالبانو له لوري د کابل تر نیول کېدو وروسته زرګونه افغانان چې فکر کوي ژوند یې په خطر کې دی، له افغانستان څخه د تېښتې هڅه کوي. په خاص ډول هغه افغانان چې د امریکا له عسکرو او نورو نړیوالو ادارو سره یې کار کړی وي. امریکا ژمنه کړې چې دوی به ژر راوباسي.

وسله والو طالبانو په خپلو اعلامیو کې د مخکني حکومت له مامورینو او د بهرنیو ځواکونو له همکارانو غوښتي چې له افغانستان څخه ونه وځي او ژوند ته یې خطر نشته، خو ځینو ترجمانانو امریکا غږ ته ویلي دي چې د طالبانو په ژمنو باور نکوي.

XS
SM
MD
LG