د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مقام: امریکا ته د افغانانو د انتقال په پالیسۍ له سره کتنه کېږي 


د افغانستان د انتقال بهیر
د افغانستان د انتقال بهیر

یو امریکايي چارواکي ویلي دي چې د افغانانو لپاره د بشردوستانه پروګرام (Humanitarian Parole) په چوکاټ کې د امریکا متحدو ایالتونو ته د افغانانو د انتقال بهیر دروي.

دا خبر له هغه وروسته مخې ته راځي چې یو شمېر امریکايي قانون جوړوونکو، پناه غوښتونکو او پوځي ډلو په افغانستان کې د پاتې یو شمېر افغانانو په نه انتقال کېدو نیوکې وکړې.

دغه امریکايي مقام وویل چې له کمې استثنا پرته به امریکا د بشردوستانه پروګرام (Humanitarian Parole) بهیر دروي او په بدل کې به یې د امریکایي اتباعو د کورنیو، د دایمي اقامې د اسنادو او د کډوالو د ځانګړو ویزو [SIV] لرونکو او له خطر سره د مخامخ افغانانو انتقال چټکوي.

دغه چارواکي ویلي‌ دي: «پوهېږو چې د کورنیو یوځای کېدل افغانانو، هغو کسانو ته چې په دې اړه اندېښنه لري، په هېواد کې د مدافعانو او متقاعدو نظامیانو ډلو او همدغه راز موږ ته عالي لومړیتوب دی.»

د امریکا متقاعدو پوځیانو په تېریو کال کې د افغانانو د انتقال په بهیر کې مهم رول لوبولی دی. له افغانستان څخه له تېر کال راهېسې د تخلیې په پروګرام کې څه باندې ۱۲۵زره خلک چې اکثریت یې افغانان ته له دغه هېواد څخه اېستل شوي دي. له دې ډلې څخه یې څه باندې ۹۰ زره یې امریکا ته انتقال شوي دي.

د دغه پروګرام بیا ارزونه د افغانانو د انتقال د ایتلاف او دولت ترمنځ له خبرو وروسته کېږي. د تخلیې د پروګرام په ایتلاف کې هغه ډلې شاملې دي چې امریکا کې د افغانانو د ځای په ځای کېدو مسائیل مخې ته وړي او اسانه کوي.

د دغه ایتلاف مشر شان واندیور ویلي دي: «دا زموږ لپاره یو لوی اقدام دی.» نوموړي وویل چې دولت باید د ځانګړو ویزو لرونکو افغانان د انتقال بهیر چټک کړي او پروازونه هم زیات کړي.

دا په داسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له خطر سره مخ افغانانو د انتقال بهیر چټکوي خو د امنیتي دلایلو له کبله په دې اړه ډېر جزیات نشي ورکولای. د دغه وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل: «هڅه کوو چې امریکايي اتباعو، د امریکا د دایمي اقامې د اسنادو لرونکو، د مهاجرت د ځانکړو ویزو لرونکو، افغان همکارانو او نورو واجد شرایط کسانو او کورنیو ته یې، چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، یوه مصونه لار پیدا کړو..»

دغه ویاند وویل چې د واجد شرایط افغانانو او د مهاجرت د ځانګړو ویزو لرونکو د انتقال بهیر د چټکتیا لپاره یې سرچېنې او امکانات هم زیات کړي دي.

په دغه راپور کې د رویټرز خبري اژانس د راپور له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.

XS
SM
MD
LG