د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور پوهنتون کې په احتجاج کونکو د پولیسو تشدد غبرگون پارولی


د پیښور په پوهنتون کې پولیسو په محصلینو هغه وخت تشدد وکړ چې هغوي د پوهنتون د فیسونو د زیاتیدو له کبله احتجاج کاوه

د پیښور د پولیسو د پوهنتون په محصلینو د تشدد ویډیوگانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شویدي او د بشري حقونو د فعالینو ترڅنگ یې د خبریالانو او د سیاستمدارنو غبرگون پارولی دی.

د پیښور پوهنتون یو محصل چې په احتجاج کې یې برخه اخیستې وه، امریکاغږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په پیښور کې محصلین د لوړو فیسونو ضد احتجاج کوي خو د پوهنتون منتظمین په هغوي تور لگوي چې دغه محصلین د مختلفو سیاسي گوندونو سره اړیکې لري او ورانکارې دي، نو ځکه یې د هغوي ضد سخت عملیات کړي.

د پیښور په پوهنتون کې پروفیسره نورین نصیر امریکا غږ ته وویل چې د پیښور د پوهنتون فیسونه ډیر زیات شویدي او زیاتره زدهکونکي د غریبو کورنیو سره تعلق لري. هغه وایي "پوهنتون د تیرو څو کلونو راهیسې د مختلفو بورسونو فیسونه زیات کړي، ځینې زدهکونکي د ډیرو نیستمنو کورنیو سره تعلق لري هغوي حیران وي چې دغه فیسونه څنگه ورکړي"

د پاکستان د تحریک انصاف گوند چې د مرکز علاوه په پنجاب، بلوچستان او په خیبر پښتونخوا کې حکومت لري، په ٢٠١٣ کال کې د هغه وخت د واکمن سیاسي گوند مسلم لیگ د حکومت ضد د پارلمان مخې ته څو میاشتې اوږد احتجاج کړی و او دا به یې خپل حق گڼو.

په ټولنیزو رسنیو په عکس العمل ښودونکو کې یو یې د پاکستان مشهور خبریال طلعت حسین دی، هغه په ټویټر ولیکل.

"د تحریک انصاف حکومت پولیس په خیبر پښتونخوا کې خپله یوه ورځ داسې تیروي، په زدهکونکو تشدد کوي. او د هغوي جرم څه دی؟ د فیسونو د زیاتوالي خلاف احتجاج کول. د شرم وړ"

د پاکستان یو بل خبریال حامد میر د تحریک انصاف د گوند هغه ادعاگانو ته اشاره کړې چې وایي د خیبر پښتونخوا پولیس یې مثالي پولیس دي او د ټول پاکستان پولیس به دغه لار تعقیبوي.

هغه په خپل ټویټر ولیکل "د پوهنتون په فیسونو کې د زیاتوالې خلاف احتجاج جرم ندی خو په محصلینو تشدد یقینا ظلم دی. زه پدی باور یم چې د تحریک انصاف حکومت به په خیبر پښتونخوا کې د خپل مثالي پولیسو ضد اقدامات وکړي."

ډاکټر تقي په خپل ټویټر ولیکل "دومره ظلم د جنرال ضیاالحق په دورې کې نه و شوی، د پاکستان تحریک انصاف حکومت د فاشزم لار خپله کړیده."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG