د لاس رسي وړ اتصالات

آیا واکسین د ملاریا، سرطان او اچ آی وي مخه نیولې شي؟


متخصصان هڅه کوي چې د اچ ای وي لپاره ویروس جوړ کړي
متخصصان هڅه کوي چې د اچ ای وي لپاره ویروس جوړ کړي

د روغتیا نړیوال سازمان د معافیت په نړیوالې اونۍ کې د ملاریا ضد واکسین تطبیق کړ.

په همدې حال کې د طب محققان او متخصصان د آچ آی وي پر ضد د یو بل واکسین په تطبیقولو او د سرطان د ناروغۍ ضد د واکسین په جوړولو بوخت دي.

د واکسین د نړیوالو پروګرامونو له لارې ډېر رنځونه ختم کړل شوي او اوس په نړۍ کې پولیو/ګوزڼ تقریبآ ختم شوی دی. د پولیو وایروس چې یو مهال هرکال ۳۵۰زره ماشومان فلج کول، اوس دا شمېره بیخي کمه شوې ده.

هغه ناروغۍ چې له یو انسان څخه بل ته انتقالېدی شي، په بشپړ ډول ورک کېدې شي. د امریکا د جورجیا ایالت د ایموري واکسین د برخې مشر ډاکټر والټر اورنشټاین وايي که له یو انسان ته بل ته د ناروغیو د انتقال دوران ودرول شي، هغه بیماري بیخي ختمېدې شي.

د واکسین په واسطه د شرې او کله چرک په څېر نارغیو د خپرېدو مخه نیول شوې ده. اوس متخصصان هڅه کوي چې د ملاریا ضد واکسین هم تولید کړي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې راروانو اونیو کې به په ګانا او کینیا کې ماشومانو ته د ملاریا ضد واکسین وکړي.

دوی همدغه راز وايي چې د سینې د سرطان او ځینو نورو وژونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره هم د واکسین د جوړولو هلې ځلې کیږي. همدغه راز په جنوبي افریقا کې د اچ آی وي د مخنیوي د واکسین تطبیقول هم پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG