د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو "د ښځو د وضعیت کمېسیون" کې د افغانستان غړیتوب


افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې غړیتوب ترلاسه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې افغانستان به په دغه کمېسیون کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې غړیتوب ولري.

دغې استازولۍ په خپل ټویټر لیکلي: "د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولي خوښه ده چې د ۲۰۲۵-۲۰۲۱ دورې لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د وضعیت د کمېسیون په انتخاباتو کې د افغانستان تاریخي بریا اعلانوي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د دغه مهم کمېسیون غړیتوب ترلاسه کوي".

د افغانستان جمهوري ریاست د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان غړیتوب ترلاسه کول تاریخي بللې ده.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې په اوس وخت کې د افغانستان ښځې د دغه هېواد د راتلونکې بڼې په بدلون کې مهم رول لري او د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو لپاره له هر فرصت څخه په ټینګې ارادې استفاده کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان د غړیتوب ترلاسه کول د سولې د خبرو په دې تاریخي پړاو کې د افغان ښځو د اغیزمن رول او د جنسیتي برابرۍ په نړیوال خوځښت کې د هغوی د لوړ غږ ښکارندويي کوي.

د ښځو د وضعیت په اړه کمیسیون (CSW) د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي او ټولنیزې شورا (ECOSOC) یو فعاله کمیسیون او د نړۍ په کچه د حکومتونو ترمنځ بنسټ دی چې په ځانګړي ډول د جنسیتي برابرۍ او د ښځو ځواکمنتیا ته د ودې ورکولو لپاره فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو ۴۵ غړي هیوادونه چې د دغه سازمان د اقتصادي او تولنیزې شورا له خوا ټاکل کیږي د دغه کمیسیون غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG