د لاس رسي وړ اتصالات

د وینزویلا ولسمشر د اروپايي ټولنې استازی شړي


اروپايي ټولنې د مادورو په یو شمېر چارواکو بندیزونه ولګول
اروپايي ټولنې د مادورو په یو شمېر چارواکو بندیزونه ولګول

د وینزویلا ولسمشر نیکولاز مادورو د اروپايي ټولنې استازي ته ۷۲ ساعتونه وخت ورکړی دی چې له دغه هېواد څخه ووځي.

ښاغلي مادورو له هغه وروسته د اروپايي ټولنې استازي‌ ته له وینزویلا څخه د وتلو امر وکړ چې اروپايي ټولنې د هغه د ګوند پر ځینو چارواکو بندیزونه ولګول.

په دغو بندیزونو کې په سفرونو محدودیتونه او د پانګو او سرمایو کنګل کول هم شامل دي.

نوموړی په دې هم پارېدلی و چې ولې اروپايي ټولنې د هغه سیاسي مخالف جان ګوایدو د وینزویلا د موقت ولسمشر په توګه پېژندلی و.

د وینزویلا ولسمشر پر اروپايي‌ ټولنې تور لګوي چې د ولسمشر ټرمپ په خوښه کارونه کوي.

ښاغلی ټرمپ له اروپايي ټولنې غواړي چې په وینزویلا کې دې د یو داسې دموکراتیک انتقال ننګه وکړي چې ښاغلی مادورو په کې شامل نه دی.

سره له دې چې لسګونو هېوادونو ګوایدو د وینزویلا د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت پېژني، خو مادورو لا هم په واک کې دی او پوځ یې په کنترول کې دی. چین، روسیه، ایران او کوبیا یې هم تر څنګ ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG