د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: نشه‌يي توکي د افغانستان جګړه تمویلوي


د افغانستان د ولسمشر مرستیال نن د نشه یې توکو پر وړاندې په ملي کچه د خلکو د هڅونې یوې غونډې ته وینا کوله.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال نن د نشه یې توکو پر وړاندې په ملي کچه د خلکو د هڅونې یوې غونډې ته وینا کوله.

افغان حکومت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د خلکو د هڅونې او د دغو توکو د کر، تولید، قاچاق او استعمال د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي یو اوونیز کمپیان پیل کړ.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش د یکشنبې په ورځ په کابل کې په همدې مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې روانه تپل شوې جګړه او تروریستي ډلې د نشه‌يي توکو د کر او تولید له لارې تمویلیږي او دغه راز نشه‌يي توکي د دې لامل شوی، چې حکومتوالي له ستونزو سره مخ او پر دولت د خلکو باور له منځه یوسي.

هغه وویل "په افغانستان کې وسله‌وال مخالفین تر ټولو لوی قاچاقبران او د کوکنارو د کر او د نشه‌يي توکو د تولید لوی ملاتړي دي. د افغانستان امنیت او ان د نړي امنیت له نشه‌يي توکو سره تړلی دی."

د ولسمشر دویم مرستیال په افغانستان کې ناامني، په نړیوال مارکیټ کې د نشه‌يي توکو پراخه غوښتنه، د نړیوالو مافیايي کړیو شتون، فقر او بېکاري، له افغان دولت سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښو امکاناتو نه شتون هغه عوامل په ګوته کړل، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه یې له ستونزو سره مخ کړې.

ښاغلي دانش وویل، دغه عوامل د کوکنارو د کر او تولید د زیاتېدو سبب شوی چې پر وینا یې په افغانستان کې يې دوامداره جګړې ته لار پرانیستې ده.

ښاغلي دانش‌ په دې مبارزه کې د نړیوالو مرستې اغیزمنې وبللې، له نړېوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د نشه‌يي توکو سره په مبارزه کې له افغانستان سره خپلې مرستې لاپسې زیاتې کړي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ، چې دا مرستې به هغه مهال اغیزمنې وي، چې د افغان حکومت له خوا ولګول شي.

هغه وویل "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تمه لري، د نورو برخو په څیر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم د نړیوالې ټولنې مرستې نه یوازې زیاتې شي بلکې د افغانستان د حکومتي بنسټونو له خوا تطبیق شي، تر څو زموږ ټولې هڅې په دې برخه کې مطلوبې نتیجې ته ورسیږي."

دغه راز، د افغانستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي په دې غونډه کې وویل، سره له دې چې تیر کال په افغانستان کې د کوکنارو د کر کچه ۱۱ ٪ راکمه شوه، خو لا هم په دغه هیواد کې د نړۍ په کچه ۶۵ ٪ کوکنار کرل کیږي.

اغلې عظیمي افغانستان د نشه‌يي توکو د لومړي قُرباني توګه یاد کړ او وې ویل، د ۲۰۱۵ کال د سروې له مخې دا مهال ۳.۶ میلونه افغانان په یو ډول نه یو ډول په نشه‌يي توکو اخته دي، چې ۱.۴ میلونه یې بیړنیو درملنو ته اړتیا لري.

د اغلې عظیمي پر وینا نشه‌يي توکي یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ په کچه په یو لوی سرخوږي بدل شوی، چې پر وینا یې د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره د هیوادونو په کچه پراخې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا ده.

هغې وویل "د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان، د سیمې هیوادونه او له هغې ورهاخوا د نړۍ په کچه ګډو هڅو او مسؤولیتونو ته اړتیا ده."

د حکومت لاسته راوړنې

اغلې عظیمي وویل، افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د کوکنارو د کر کچه ۱۹ فیصده او د نشه‌يي توکو د تولید کچه ۴۸ فیصده راکمه کړې او د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کچه یې ۴۰ فیصدو ته لوړه کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې، په تیرو شپاړسو میاشتو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره څه باندې ۳۵۰۰ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۳۶۷۲ لوی او کوچني قاچاقبران نیول شوي او ۴۳۵ ټُنه بېلابیل ډوله نشه‌يي او کمیاوي توکي او الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي دي.

د دغه وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي په دې غونډه کې وویل، په نیول شوو قاچاقبرانو کې یو شمیر حکومتي کارکوونکي او لس تنه هغه لوی قاچاقبران هم شامل دي، چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره له مطلوبو کسانو څخه شمیرل کیدل.

هغه وویل "د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په لس کسیزه لېست کې شامل لس تنه لوی قاچاقبران هم په ۱۳۹۴ کال کې نیول شوي او د قانونو منګلو ته سپارل شوي دي، په ۱۳۹۴ کال کې او د ۱۳۹۵ په څلورو میاشتو کې ۴۲ تنه د عامه خدمتونو موظفین چې په کې ۲۳ تنه د پولیسو منسوبین او ۱۹ تنه د پوځ منسوبین شامل دي نیول شوي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي."

جنرال احمدي زیاته کړه، چې په دې موده کې یې لس بهرنيان هم د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي، چې په کې ایراني، قزاقستاني او پاکستان اتباع شامل دي.

د جنرال احمدي پر وینا پولیسو په دې موده کې د نشه‌يي توکو د تولید او پروسس ۲۰ کارخانې هم له منځه وړي دي.

ښاغلي احمدي وویل، په دې موده کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ۲۸ تنه پولیس له قاچاقبرانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

جنرال باز محمد احمدي د نشه‌يي توکو کر، تولید او قاچاق د ټولې نړۍ د امنیت او ثبات له پاره د یو لوی ګواښ په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې نشه‌يي توکي په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ناامنیو په دوام کې مهم رول لري.

هغه له ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په دې مبارزه کې افغانستان یواځې پرینږدي او لاس نیوی یې وکړي.

XS
SM
MD
LG