د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار او فراه کې قومي مشران او پولیس وژل شوي


د ننګرهار په چاودنې کې دوه قومي مشران ژوبل شوي هم دي
د ننګرهار په چاودنې کې دوه قومي مشران ژوبل شوي هم دي

په ننګرهار او فراه کې چارواکي وايي د ماین په یوې چاودنې او طالب وسله والو په بریدونو کې ۲۴ تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې د ماین په یوې چاودنې کې درې ملکي کسان چې دوه يې قومي مشران و، ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

ښاغلي خوږیاڼی وویل چاودنه د جلال اباد ښار په دویمې حوزې کې په یوه هوټل کې د قومي مشرانو په کوټې کې دننه شوې ده.

دغلته د تذکرو د تاید یو دفتر هم و. تراوسه چا د دغې چاودنې مسولیت نه دی منلی.

اخوا په فراه کې چارواکي وايي طالبانو د پولیسو په پوستو بریدونه کړي لږ ترلږه اته پولیس یې وژلي دي. د فراه د والي ویاند محمد ناصرمهري وایي وسله والو طالبانو د بالابلوک په ولسوالۍ او فراه ښار ته نژدې د پولیسو په پوستو بریدونه کړي دي.

نوموړي وویل په دغو پېښو کې ۱۳ وسله وال هم وژل شوي دي، طالبانو د بریدونو مسولیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG