د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١٦ د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال و


د نی اداره وایي، په ۲۰۱۶ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۱۵ پیښې ثبت شوې دي
د نی اداره وایي، په ۲۰۱۶ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۱۵ پیښې ثبت شوې دي

په داسې حال کې چې د افغانستان له خپلواکو رسنیو څخه د ملاتړ اداره (نی) ۲۰۱۶ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال ګڼي، خو وايي چې په دغه کال کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه راکمه شوې ده.

د دغې ادارې یوه نوې سروې ښيي، چې په روان میلادي کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۱۵ پیښې ثبت شوې دي.

د نی ادارې مشر عبدال‌مجیب خلوتګر د پنج‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په دغه کال کې ۱۴ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي، ۲۳ ټپیان شوي او ۴۳ نور وهل او ډبول شوي دي.

ښاغلي خلوتګر دغه راز وویل "په ۲۰۱۶ کال کې په ټولیزه توګه ۳۳۸ خبریالانو ته د وژل کیدو ګواښ شوی دی، ۲۹۲ تنو ته په ډله ایزه توګه او ۴۰ تنو ته په انفرادي توګه د سر ګواښ شوی."

د ښاغلي خلوتګر پر وینا په ۲۰۱۵ کال کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۹۵ پیښې ثبت شوې وې، خو سږکال د هغوی سروې ښيي چې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي کچه ۴۳۶ فیصده زیاته شوې ده.

د نی ادارې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۳۲۶ پیښې طالبانو، ۶۳ پيښې افغان دولت او ۲۶ پیښې ناپیژاندو کسانو ته منسوب کړې دي.

په دغې سروې کې په ټولیزه توګه په افغانستان کې ناامني او په کندز، هلمند، ارزګان او فراه ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو بریدونه، په روان عیسوي کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو اصلي لاملونه ښودل شوي دي.

له ښځینه‌ خبریالانو سره د تاوتریخوالي سروې

د نی ادارې دغه راز په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو په اړه هم ځانګړې سروې کړې ده.

په دې سروې کې د رسنیو ۲۸۰ ښځینه خبریالانو او کارکوونکو سره د تیلیفون او مخامخ مرکو له لارې خبرې شوي، چې دا شمیره د افغانستان په کچه د ښځینه خبریالانو ۱۴ فیصده جوړوي.

د نی د ادارې مشر عبدال‌مجیب خلوتګر وویل، ۸۳.۲ فیصده ښځو ویلي، چې په دفتر او له دفتر څخه بهر له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

هغه وویل "په رسنیو کې ښځینه خبریالانې او کارکوونکې ۷.۱ فیصده فزیکي تاوتریخوالي،۵۵ فیصده لفظي تاوتریخوالي، ۲۵.۵ فیصده جنسیتي تاوتریخوالي او ۱۱.۳ فیصده د تاوتریخوالي له نورو ډولونو سره مخامخ دي."

که څه هم ښاغلي خلوتګر په ۲۰۱۵ کال کې د رسنیو له ښځینه کارکوونکو او خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي په اړه شمیره وړاندې نه کړه، خو ویې ویل، چې سږکال د رسنیو د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راکمه شوې ده.

په دې سروې کې ۴۳ فیصده ښځو ویلي، چې په خپل کاري چاپیریال کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي او ۶۶ فیصده نورو بیا ویلي، چې په خپل ټولنیز ژوند کې او له کاري چاپیریال څخه بهر ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

د نی د سروې له مخې ۶۶ فیصده ښځینه خبریالانو د دې لپاره چې خپله دنده له لاسه ورنکړي، ورسره د شوي تاوتریخوالي په اړه خپلو کورنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG