د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د غوزانو تولید پام وړ زیات شوی


د افغانستان یو شمېر ولایتونو لکه جوزجان، فراه، نیمروز او کندهار کې د دغې مېوې کرکېله نه کیږي.
د افغانستان یو شمېر ولایتونو لکه جوزجان، فراه، نیمروز او کندهار کې د دغې مېوې کرکېله نه کیږي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه هېواد کې د غوزانو د تولید کچه نږدې ۱۵ زره متریک ټنو ته رسېدلې ده.

غوز یا چهارمغز د افغانستان د وچو مېوو عمده قلم دی چې د ۲۸ ولایتونو پر ۵۰۰۰ هکتاره ځمکو باندې یې ونې شنې دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه اپرېل ۲۵ (غويی۵) امریکا غږ ته وویل: "په تېر ۱۳۹۹ کال کې افغانستان کې ۱۴۸۷۷ ټنه غوزان تولید شوي دي. ډېر ورښت او د بزګرانو څخه د کرنې وزارت ملاتړ د دې باعث شوی چې د دې مېوې حاصلات لوړ شي."

ښاغلي رستمي زیاته کړه چې بدخشان د ۴۵۰۰ په تولید سره افغانستان کې لومړۍ، کاپیسا د ۲۵۰۰ ټنو تولیدولو سره دویم، او پروان د ۱۵۰۰ ټنو په تولیدولو سره افغانستان کې د چهارمغزو تر ټولو لوی تولیدوونکي ولایتونونه دي.

د کرنې وزارت معلومات ښيي چې بغلان، کابل، نورستان، لغمان او دایکندي هم د غوزانو د تولید د لویو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې دي.

د غوز ونه په داسې اقلیم کې ښه وده کوي چې په دوام داره توګه ځان یو ډول وساتي یا هم غرنیزه سیمه وي او ځمکه یې شګه ولري.

پر دې بنسټ د افغانستان یو شمېر ولایتونو لکه جوزجان، فراه، نیمروز او کندهار کې د دغې مېوې کرکېله نه کیږي.

XS
SM
MD
LG