د لاس رسي وړ اتصالات

مقامت جبهې د بدخشان د شکي ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې، طالبان یې نه مني


عکس: ارشیف، بدخشان ولایت
عکس: ارشیف، بدخشان ولایت

په افغانستان کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې وسله والو د بدخشان ولایت د شکي ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده خو طالب چارواکي یې ردوي او دا یو بې اساسه ادعا بولي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي پرون دوشنبه اکتوبر څلورمه (تلې ۱۱) په یوې اعلامیې کې وویل چې دغه ولسوالي د دوی وسله والو تر څو ساعته جګړې وروسته سقوط کړې او لس طالب سرتیري یې هم نیولي دي.

احمدي زیاته کړې چې اوس مهال د دوی سرتیري په دغه ولسوالۍ کې حضور لري. شکي له تاجیکستان سره پر پوله د بدخشان ولایت له لیري پرتو ولسوالیو څخه ده. مخکې هم له دغه ولسوالۍ څخه د نښتو راپورونه ورکړل شوي و.

دا چې یادو سیمو ته د خپلواکو خبریالانو لاس رسی ستونزمن دی، هلته د جګړو په اړه په خپلواکه توګه د دواړو لورو د ادعاو سپیناوی هم سخت دی.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت شکي ولسوالۍ د سقوط په اړه د مقاومت جبهې ادعا رد کړې او هغه یې له حقیقت څخه لیري بللې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د دوی سرتیري د بدخشان ولایت په یاده ولسوالۍ کې حضور لري.

په وروستیو اونیو کې د بدخشان ولایت په کران منجان، راغستان او کوهستان ولسوالیو کې هم د دواړو لورو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد يعقوب مجاهد د بدخشان د پامیر او اشکاشم ولسوالیو له سرحدي نقطو څخه لیدنه کړې٠

دفاع وزارت پرون دوشنبه اکتوبر درېيمه (تلې ١١)) ويلي چې نوموړي د افغانستان د پولو دامنيت ساتنې برخه کې په بدخشان ولايت کې د سرحدي سرتيرو هڅې ستايلي٠

د طالبانو حکومت دفاع وزارت د جولاى په ٢٨مه د پاکستان لخوا په واخان کې د ځينو سیمو لاندې کولو په اړه راپورونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې د بدخشان په ګډون د هیواد ټولې سرحدي سیمې او فرضي کرښې د دوی تر واک لاندې دي.

XS
SM
MD
LG