د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې جګړه؛ د ملي اردو سرتیرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د هرات سیمه ییز مسؤلین وايي، د دغه ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې د ملي اردو ۱۱ سرتیري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د چشت شریف ولسوال رحم الدین سرورزي نن دوشنبه جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه د چشت شریف ولسوالۍ په «تګاب غزه» سیمه کې د ملي اردو پر پوستې برید کړی و.

د ولسوال په وینا دغه امنیتي پوسته د هرات ښار او چست شریف ترمنځ لارې په اوږدو کې د سلما بند په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

د هرات ولایت د چشت شریف ولسوال همدرانګه زیاته کړه چې په دغه نښته کې څه باندې ۱۰ وسله وال طالبان هم وژل شوي او لږ تر لږه پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د هرات د ولایتي شورا یو غړي وکیل احمد کروخي وایي چې په دغه نښته کې د ملي اردو ۱۶ سرتیري وژل شوي او په وینا یې دغه امنیتي پوسته طالبانو نیولې ده.

هغه وویل که چیري سیمې ته تازه دمه ځواکونه ونه رسیږي د وضعیت په خرابېدو سره د ولسوالۍ د سقوط احتمال شته.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه په سیمه کې د ملي اردو مسؤلینو نظر هم واخلي، خو هغوی له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا تیره شپه د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پرمهال د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG