د لاس رسي وړ اتصالات

قومي مشران: په میرزکۍ کې جګړه شوې او لسګونه کسان مړه، زخمي او لادریکه دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پکتيا په میرزکې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوه قرارګاه د وسله والو طالبانو په برید کې د ګڼ شمېر امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه ډله ييز برید تېره شپه د يادې ولسوالۍ د کړکين خولې په سيمه کې د ملي پوليسو او ولسي پاڅونوالو پر ګډې قرارګاه شوی دی.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي د ډېرو جزئياتو له ورکولو پرته نن دوشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۷) امريکا غږ ته دومره وويل چې «پوسته» يې بېرته نيولې او پنځه ولسي پاڅونوال نا درکه دي.

والي فدايي د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو د سيمې يوه قومي مشر اصيل خان امريکا غږ ته وویل چې په «بريد کې ۲۲ تنه پاڅونوال او ملي پوليس وژل شوي، دوه تنه ټپيان شوي او يو شمېر نور وسله والو طالبانو له ځان سره ژوندي» بيولي دي.

قومي مشر اصيل خان وويل چې قرارګا نن سهار ملي اردو بېرته ونيوله او پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه هم شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي بیا امريکا غږ ته وویل چې د يادې قرارګاه د بېرته نیولو او‌ دغه راز د دې ولايت په زرمت او احمد آبا ولسواليو کې په هوايي بريدونو کې ټول ۵۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا ويلي چې د میرزکې په بريد کې يې د کړکين خولې ياده قرارګاه نيولې او ۳۵ امنيتي سرتېري يې وژلي دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه استولي پیغام کې زياته کړې چې په دې برید کې د دوی درې جنګيالي هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG