د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو خپله کابینه اعلان کړه


د طالبانو مشران
د طالبانو مشران

طالبانو نن سه شنبه سپتمبر ۷ (وږي۱۶) د خپل حکومت کابینه اعلان کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوې خبرې غونډې کې اعلان وکړ چې ملا محمد حسن اخند د «اسلامي امارت» رئیس الوزرا‌ء، او ملا غني برادر یې لومړی مرستیال دی.

د طالبانو د نوي حکومت مشر محمد حسن اخند د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

په نوي حکومت کې ملا امیر خان متقي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب د دفاع سرپرست وزیر ټاکل شوي دي.

سراج الدین حقاني د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټاکل شوی دی. دا ټول کسان د «طالبانو د اسلامي‌ امارت» مهم اشخاص دي.

د دغو کسانو د اعلان په مهال د کوم بهرني هېواد استازی هلته موجود نه و او نه هم په رسمي مراسمو کې دا کسان اعلان کړل شول. طالبانو ژمنه کړې وه چې یو «همه شمول» حکومت به جوړوي.

د «اسلامي‌ امارت د کابینې نور وزیران په لاندې ډول دي‌:

ملا هدایت الله بدري‌ د ماليې سرپرست وزیر، مولوي نور الله منیر د پوهنې سرپرست وزیر، ملا خیر الله خیرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر، قاري دین محمد حنیف د اقتصاد سرپرست وزیر، مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر، مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلي سرپرتس وزیر، ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر، ملا محمد یونس اخوندزاده د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر، شیخ محمد خالد د دعوت ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، ملا عبدالمنان عمري د فوائد عامې سرپرست وزیر، ملا محمد عیسی اخوند د معادنو او پترولیمو سرپرست وزیر، مولوي عبدالطیف منصور د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر، ملا حمیدالله اخندزاره د هوايي چلند سرپرست وزیر، مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو او تکنالوژۍ سرپرست وزیر‌ او خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بېرته ستنېدونکو سرپرست وزیر دي.

طالبانو په خپلې نوې کابینه کې د «ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت زیات کړی دی،‌ په مخکني حکومت دا وزارت نه و.

په دې سربېره ملا عبدالحق وثیق د افغانستان د استخباراتو، محمد ادریس د افغانستان بانک مشر، احمد جان احمدي د چارو د ادارې سرپرست مشران ټاکل شوي دي.‌

همدغه راز شیر محمد عباس ستانکزی چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او مرکچي و، د بهرنیو چارو وزارت معین ټاکل شوی دی او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ټاکل شوي.

ښاغلي مجاهد وویل چې وزارتونه «سیاسي موقفونه دي» او هڅې روانې دی چې معینیان یې مسلکي کسان وګمارل شي.

هغه وویل چې کابینه یې ځکه اعلان کړه چې افغانستان له اوسني حالت څخه واېستل شي او حکومت معلوم شي،‌ خو زیاته یې کړه چې دا سرپرسته اداره ده او ممکنه نور تغیرات هم په کې راشي.

XS
SM
MD
LG