د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ګرم موسم د کروناویروس د خپرېدو مخه نیسي؟


په چین کې په تیر کال ژمي کې د کروناویروس د خپریدو وروسته، داسې هیلې شته چې د هوا په ګرمیدو سره به دغه ویروس مخ په زوال شي.

اوس چې د ګرمۍ فصل په رارسیدو دی متخصصین وایي چې د هغې لږ تاثیر یې پر کروناویروس لیدلی دی.

پوهان وایي چې د ګرمۍ فصل به ددغه وبا خپریدل ورو کړي، خو مخه به یې ونه نیسي.

د هوا د حالاتو اثر به په دغه موضوع باندې د پوهیدو سره مرسته وکړي چې ولې د استوایي سیمو هیوادونو کې د کروناویروس پیښې کمې دي.

دغه ډول ویروسونه چې انفلوانزا او ریزش په کې شامل دي په سړه هوا کې کله چې د رطوبت کچه ټیټه وي په چټکۍ سره په هوا کې حرکت کوي او پراخیږي. خو په ګرمۍ کې کله چې د رطوبت کچه لوړیږي د ویروس د انتقالونکو ذراتو سرعت راکمیږي.

د واشنګټن د پوهنتون د روغتیا د څانګې څخه ډاکتر کرستوفر موري وایي: "د حرارت د درجې په لوړیدو سره د ویروس د انتقال سرعت شاوخوا دوه فیصده راکمیږي چې دغه تجربه ستر تاثیرات نه ښي."

د یوې بلې څیړنې له مخې د کروناویروس د پراخیدو سرعت ښایي د حرارت په لوړه درجه استوایي اقلیم لرونکو هیوادونو کې لکه نایجریا کې له ۲۵ نه ۵تر ۴۰ فیصدو پورې راکم شي.

خو بیا به هم ویروس ونه دریږي، ځکه سنګاپور چې استوایي اقلیم لري په تیرو ورځو کې په وسطي توګه د ورځې له ۷۰۰ نه تر ۸۰۰ پورې د کووید۱۹ پیښې رپوټ کړې دي.

خو متخصصین وایي تر اوسه سل په سلو کې ډاډ ندی ترلاسه شوی چې آیا د هوا ګرمیدل د ویروس د ورو کیدو یا دریدو سبب کیږي یا نه، ځکه پوهان پدې هکله مختلف نظریات لري.

پوهان وایي چې د ګرمۍ موسم به د کروناویروس په هکله د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو فرصت مساعد کړي.

کروناویروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او د څو اونیو په ترڅ کې په چټکۍ سره په وبا واوښت.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د سه شنبې د ورځې می ۱۲ (غوایي ۲۳) تر سهاره په نړۍ کې ۴۱۹۴۳۲۶ کسان په کروناویروس اخته شوي او شاوخوا ۲۸۶۶۱۵ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG