د لاس رسي وړ اتصالات

د فضایي کشفیاتو نوی عصر؛ ناسا د 'جیمز وب' تلسکوپ فضا ته ولیږه


د فرانسې څخه د ناسا د جمیز وب تلسکوپ د توغولو شیبې
د فرانسې څخه د ناسا د جمیز وب تلسکوپ د توغولو شیبې

د متحده ایالاتو د فضایي څیړنو ادارې ناسا د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) اعلان وکړ چې د امریکا د ختیځ وخت په سهار ۷:۲۰ دقیقو یې د جمیزویب فضایي تلسکوپ د فرانسې له یو ټاپو څخه فضا ته ولیږلو.

جیمز وب د بشر په لاس تر ټولو ستر او قوي تلسکوپ دی او ماموریت یې "د کایناتو کشف " اعلان شوی دی.

د ناسا د جمیز وب د تلسکوپ پروژه په ۱۹۸۹ کال کې پیل شوه او ټاکل شوې وه چې تلسکوپ د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې په فضا کې ځای پر ځای شي. خو یو لړ ستونزې ددې پروژې د ځنډیدو او د هغې د لګښت د درې چنده کیدو سبب شوې. تر اوسه پدې پروژې باندې ۱۰ میلیارد ډالر لګیدلي دي.

وروستی ځل ټاکل شوې وه چې دغه تلسکوپ د ډسمبر په ۲۲ فضا ته ولیږدول شي، خو دا کار د اړیکې د ستونزې په وجه وځنډول شو.

د وب تلسکوپ په متحده ایالاتو کې جوړ شوی او فضا ته د استولو لپاره فرانسې ته ولیږدول شو.

دغه ۱۰ میلیارد ډالري تلسکوپ ټاکل شوې چې د د یو میلیون میل واټن له وهلو وروسته د یوې میاشتې په ترڅ کې خپل وروستي مقصد ته ورسیږي او د هغه مجهز دوربینونه به پنځه میاشتې وروسته د کایناتو څار پیل کړي.

ناسا د دغه اوه ټنه وزن لرونکي تلسکوپ د جوړولو او توغولو لپاره د ۹۰ لسیزې راهیسې د اروپا او کاناډا د فضایي ادارو د مشارکت او د نړۍ د ۲۹ هیوادونو د زرګونو کسانو د مرستې څخه ګټه اخیستې ده.

ناسا د جمیز وب تلسکوپ د عملیاتو عمر ۱۰ کاله اټکل کړی دی. انجینرانو پدې تلسکوپ کې یو ذخیره ځای جوړ کړی دی چې د بشر د فضایي پرمختګ په صورت کې کله چې فضایي بیړۍ د هغه لیدنه کوي ورته د سون مواد ورسوي.

د جمیز وب تلسکوپ چې د ناسا د پخواني رئیس جمیز وب نوم پرې ایښول شوی تر ټولو ستر او قوي تلسکوپ دی چې تر اوسه بشر فضا ته توغولی دی.

اوسمهال تر ټولو ستر او تاریخي تلسکوپ چې په فضا کې ځای پر ځای شوی هبل نومیږي، خو ویل شوي چې د جیز وب تلسکوپ به له لمر څخه ډیر نور هم لرې په فضا کې ځای پر ځای شي.

پوهان هیله من دي چې د وب تلسکوپ به بشر ته وښیي چې کایناتو له تکوین مخکې ۱۴ میلیارد کاله دمخه څه شکل او بڼه درلودله.

XS
SM
MD
LG