د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان پر برېښنا او نورو زېربناو بریدونه غندلي


د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د افغانستان د وارداتي برېښنا پر پایې برید غندلی دی.

د تیري دوشنبې په شپه ناڅرګندو کسانو د کابل په شمال میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخېل سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمونو سره تخریب کړه.

د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو زوارت مرستیالې الیس ویلز د اپرېل پر ۲۸(غويي۹) په افغانستان کې د نورو زېربناو ترڅنګ په ځانګړي ډول د برېښنا پر پایو بریدونه غندلي دي.

اغلې ویلز پر خپل ټوېټر لیکلي:"په داسې حال کې چې افغانان د کووید ـ۱۹ ناروغیو کړکېچ سره مخ دي،وسله والو د برېښنا پایو په تخریب سره په کابل، خپلو کورنو او روغتونونو کې خلک د برېښنا نشتوالي سره مخ کړي دي،زه پر زېربناو بریدونه په کلکه سره غندم."

نوموړې زیاته کړې چې د برېښنا قطعه کېدل به د افغانانو ستونزې نورې هم ډیري کړي.

نوموړې زیاته کړې چې افغانان باید د کووید ـ ۱۹۰ ویروس په وړاندې یو موټي شي.

وړمه شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل په شمال میربچه کوټ ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو لخوا د کابل او اړوند ولایتونو ته ۳۴۰ میګاواټه وارداتي برښنا پایه په ماینونو سره تخریب شوه.

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو په اساس په دې سره د کابل په ګډون لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو باندې هم برېښنا قطعه شوه.

د برېښنا شرکت چارواکو ویلي چې د یادې پایې د بیرته رغولو کار د دوی د تخنیکي ټېمنو لخوا پيل شوی چې تر راتلونکو پنځو ورځو به بیرته جوړه شي.

اوس مهال د کابل برېښنا د لنډ مهال لپاره وصل شوې ده.

برېشنا شرکت وایي چې د یادې پایې بیرته رغول ۳۰۰زره ډالرو ته اړتیا لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د وارداتي برېښنا پايي د ناڅرګندو کسانو لخوا تخریب کیږي، بلکې تر دې مخکې هم ورته کارونه شوي دي.

که څه هم تر دامهاله د دغه پايې د تخریب مسؤلیت کومې ډلې یا کس په غاړه نه دی اخیستی، طالبانو هم ویلي چې دغه کار د دوی وسله والو نه دی کړی.

افغانستان دا مهاله د ازبکستان په ګډون د تاجکستان له وارداتي برېښنا څخه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG