د لاس رسي وړ اتصالات

د غذا نړیوال پروګرام: ۱۵ میلیون افغانان نپوهېږي د بل وخت ډوډۍ له کومه کړي


د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي چې د افغانستان ۱۵ میلیون نفوس کافي خواړه نلري او یو وخت چې وخوري بیا نپوهېږي د بل وخت خواړه به له کوم ځای څخه کوي.

ډبلیو اف پي د دوشنبې ورځ اکتوبر۱۶ (تلې۲۴) د غذا په نړیواله ورځ دا خبره کړې ده.

دغه سازمان د خپل ایکس [ټویټر] په ټولنیزه شبکه کې نړۍ ته یې بیا وریاده کړې ده چې د افغانستان د نفوس یوه په درییمه برخه کافي خواړه نلري.

په افغانستان کې بشري سازمانونه وايي، چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې اقتصادي حالت خراب شوی، بېکاري زیاته شوې او له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

ډبلیو اف پي په خپل ایکس کې د هرات د زلزلې یوه ویدیو هم خپره کړې او ویلي دي چې دا د بحران د پاسه یو بل بحران دی او "افغانان بیړني ملاتړ ته اړتیا لري".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې هرات ولایت کې یې تراوسه ۳۳ زره کسانو سره مرستې کړي دي. دغه پروګرام ویلي، چې زلزله ځپلو سره د مرستو د دوام لپاره ۱۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه د وګړو صندوق په یو راپور کې ویلي، چې اوس مهال په هرات کې ۳۱۸زره کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ۷۴زره امیدوارو میندو په ګډون ۷۶ زره یې ښځې او نجونې دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یونیسف د راپور له مخې د هرات په ولایت کې د پرله پسې زلزلو وروسته ۹۶ زره ماشومان لا هم مرستو ته اړتیا لري.

زلزله ځپلو سره مرستو دوام

په ورته وخت کې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د یکشنبې په ورځ ناوخته اکتوبر۱۵ ( تلې ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د هرات ولایت زلزله ځپلو سره یې دغه هیواد د سرې میاشتې له خوا برابرې شوې مرستې د طالبانو د حکومت چارواکو ته سپارلي دي.

سفیر ژاو شینګ ویلي، چې چین افغانستان سره د ۴.۱ میلیون امریکايي ډالرو مرسته کړې چې ددې سربیره یې ۲۰۰ زره امریکايي ډالر له وړاندې افغاني سرې میاشتې ته سپارلي دي.

د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې متحده عربي اماراتوهم په دغه ولایت کې د زلزلې د ټپیانو د درملنې لپاره یو موقتي روغتون جوړ کړی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې متحده عربي اماراتو د یکشنبې په ورځ هرات په ولایت کې د زلزله ځپلو د درملنې لپاره یو مجهز روغتون پرانیستی دی.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې په تیرو نهو ورځو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د یکشنبې د ورځې په سهار د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې درییمه زلزله وشو، چې ددغو نسبتآ قوي زلزلو سربیره په دغه موده کې د زلزلو څو پرله پسې ټکانونه هم احساس شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمیرنو له مخې د هرات ولایت په زلزله کې له زرو زیات کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو راپور له مخې په تیرو دوو زلزلو کې ۱۳۸۴ تنه مړه شوي او ۱۸۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG