د لاس رسي وړ اتصالات

خوړو نړیوال پروګرام: هره شپه ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو پرته ویدیږي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې د اوږدو لسیزو جګړې، ناسم اقتصادي وضعیت او د اقلیم بدلون د افغانانو په ژوند خوراه ناسمه اغیزه کړې او په دغه هیواد کې یې ۱۵ میلیونه افغانان دې ته اړ کړي، چې هره شپه د خوړو پرته ویده شي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یکشنبې په ورځ سپټمبر۱۷ ( وږي ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د بودیجې د سخت کمښت د بحران له امله دا پروګرام دې ته اړه شوی، چې مرستو ته اړو میلیونونو افغانانو سره خپلې مرستې بندې کړي.

دغه پروګرام ویلي: "د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د سخت نه بخښوونکي ژمي څخه د میلیونونو کورنیو د ژغورلو لپاره د ژمي د موسم د پیلیدو دمخه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ددې میاشتې په سر کې وویل، چې د نړیوالې ټولنې له خوا دغه پروګرام سره د مرستو د کمښت له امله یې مرستو ته د اړو افغانانو شمیر نور هم کم کړ او اوس مهال دا پروګرام یوازې په میاشت کې درې میلیونو کسانو سره مرستې کولی شي.

ددې وړاندې د ملګرو ملتونو ددغه پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې شا و وې لي د سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) ویلي و، چې په افغانستان کې د ژمي د موسم د پیلیدو دمخه هغو کورنیو سره د مرستو د چمتو کولو لپاره وخت په چټکۍ سره مخ په خلاصیدو دی، چې د مالي منابعو د کمبود له امله دا پروګرام ورسره اوس مهال مرسته نشي کولی او د راروان ژمي په موسم کې به یې د واورو د اورښت له امله د هغوی سیمو ته غزیدلې لارې بندې شي.

میرمن شا و وې لي یو لنډ ویډیوي پیغام کې د لوږې او سخت ژمي له امله د هغو سمیو څخه د کورنیو د کډه کیدو خبرداری ورکړی و، چې په ژمي کې به یې لارې بندې شي او ورته به لازمې مرستې ونه رسیږي.

میرمن شا و وې لي ویلي: "ډیر کسان به د سخت ژمي، چې د هغوي ټول کلی د مرستو د ترلاسه کولو له بهیر څخه د وارو د پریوتو له امله پرې شي خپلو کورونو پریښودلو ته به اړ شي ترټولو زیات چې د ستونزو سره به مخ شي ښځې او ماشومان دي."

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشره وايي، چې په افغانستان کې د څلویښت کلنو څخه د زیاتې مودې جګړې او ناسم اقتصادي وضعیت او د اقلیم بحران د افغانانو ژوند لا تریخ کړی دی.

هغې ویلي: "د دغې کسیې له سره د لیکلو لپاره لا هم د فرصت یوه کوچنۍ کړکۍ شته دی. ډبلیو ایف پي افغانستان کې ۲۱ میلیونو وګړو لپاره چې نه پوهیږي راتلونکي خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري ".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په تیرو شپیتو کلنو کې، چې په افغانستان کې دا اداره کارکوي په لومړي ځل لپاره افغانانو سره د مرستو په برخه کې د ۶۰ فیصده بودیجې کمبود سره مخ شوی دی."

دغې ادارې د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو د کمیدو وروسته د سپټمبر پنځم ( وږي ۱۴) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، چې د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دی، چې له امله یې د هغو افغانانو شمیر نور هم کموي، چې مخکې یې ورسره مرستې کولې..

ډبلیو ایف پي ویلي: "په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP ) اړ دی چې د سپتمبر میاشت کې دوه میلیونه نور له لوږې سره مخ خلک د خوراکي توکو له مرستو له لیست څخه کم کړي، دغه شمٻره د هغو خلکو شمٻر چې سږ کال د خوړو نړیوال پروګرام له ملاتړ څخه بې برخې کٻږي ۱۰ میلیونو کسانو ته رسوي. د بودیجې د خورا کمښت له امله په راتلونکي کې به د خوړو نړیوال پروګرام وکولای شي چې د میاشتې یوازې درې میلیون کسانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي."

د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د بشري مرستو د کمیدو وروسته ملګري ملتونه دې ته اړ شو، چې د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶ میلیاردو ډالرو په خپله غوښتنه بیا کتنه وکړي او په کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر کم کړي، خو لا هم نړیوالې ټولنې ملګرو ملتونو ته دا پیسې نه دي برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG