د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال به نږدې ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو مرستې ته اړتیا ولري - راپور


د خوړو نړیوالې ادارې ( WFP) اټکل کړی، چې په افغانستان کې به د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جون او نوامبر د میاشتو ترمنځ ۱۸.۹ میلیونه افغانان د خوړو د نه مصونیت په برخه کې د سخت وضعیت سره مخ شي.

د خوړو نړیوالې ادارې ( WFP) په افغانستان کې د خوړو د وضعیت په اړه ددې اونۍ په راپور کې چې د اګست په ۹ (زمري ۱۸) یې خپور کړی ویلي، چې افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۴.۷ میلیونه ماشومان، امیدواره او هغه ښځې چې خپلوماشومانو ته شیدې ورکوي د شدیدې خوارځواکې د ګواښ سره مخ دي.

دا اداره وايي، چې اوس مهال افغانستان کې ۳.۹ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ څخه کړیږي.

د خوړو نړیواله اداره وايي، چې د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه د خوړو د مصونیت په برخه کې د بیړني کچې د بحران سره مخ دي.

د خوړو نړیوالې ادارې ( WFP) په دغه راپور کې په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیو لوړیدو ته په کتنې ویلي، چې افغانستان کې د کورنیو عاید د پخوا پرتله ډیر کم شوی دی.

دا اداره وايي"د خوړو نړیواله اداره خلکو سره د نغدو پیسو د مرستې اندازه د ۷۷۰۰ افغانیو څخه ۹۹۰۰ افغانیو ته لوړوي. د دې لپاره چې د نغدو پیسو مرسته په روانه کچه وساتل شي د خوړو نړیواله اداره په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۴۵ میلیونو ډالرو اضافي پیسو ته اړتیا لري".

د خوړو نړیواله اداره وايي، چې د جولای د تیرې میاشتې په اوږدو کې یې د ۷۰۸۰۰ زلزله ځپلو او ۸۷۵۰ سیلاب ځپلو په ګډون شپږ میلیونو افغانانو سره د خوړو مرستې کړي دي. د ملګروملتونو دا اداره وايي، چې په داسې حال کې چې د کورنیو عاید کم شوی خوړو ته د هغوی اړتیا نوره هم زیاته شوې ده او اوس مهال ۹۲ فیصده خلک د خپلو کورنیو د خوړود اړتیاو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.

د "ډبلیو ایف پي' د راپور له مخې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي ترټولو زیاته اغیزه په هغو کورنیو کړې چې کفالت یې د ښځو له خوا کیږي او د هغوی په عاید کې ۹۴ فیصده کموالی راغلی دی.

دا اداره وايي، چې د موجود وضعیت سره د مقابلې لپاره د افغانستان له نیمايي زیات نفوس د خپلو ورځینو اړتیاو د پوره کولو لپاره د بحران په کچه د ستراتیژیو د عملي کولو څخه کار اخلي.

د خوړو د نړیوالې ادارې د دغه راپور له مخې هغه کورنۍ چې معیبوب غړي لري د روان وضعیت څخه خورا زیات اغیزمن شوي دي او دې ته اړ شوي چې په ورځیني ژوند کې د وضعیت سره د مقابلې لپاره تر ۶۳ فیصدو پورې د بحراني وضعیت د ستراتيژیو څخه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو د اګست د روانې میاشتې د پنځمې د راپور له مخې که څه هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت ساتلی خو د تیر کال د همدې مودې پرتله افغانستان کې د خوراکي او اړتیا وړ توکو بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې که څه هم د اګست په لومړۍ اونۍ کې د ډیزلو بیې څلور فیصده کمې شوې خو د تیرکال د همدې مودې پرتله افغانستان کې د ډیزلو بیې ۹۸ فیصده جګې شوې دي او اوس مهال یو لیتر ډیزل په اوسط ډول په ۱۱۳ افغانۍ پلورل کیږي. همداشان افغانستان کې د تیر کال د همدې مودې پرتله د خوراکي توکو او لومړنیو موادو بیې هم ډیرې جګې شوي دي.

XS
SM
MD
LG